د کلمبیا ولسمشر له ناټو سره د ملګرتیا د ختمولو خبر ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/event-i162488
زمونږ خبریال راپور راکړی د کلمبیا ولسمشر «ګوسټاو پترو» په یو لړ څرګندونو کښې له صهیونیسټ رژيم څخه د ناټو تړون د ځینو غړیو په ملاتړ باندې نیوکې
(last modified 2025-07-17T08:33:34+00:00 )
Jul 17, 2025 12:58 Asia/Kabul
  • د کلمبیا ولسمشر له ناټو سره د ملګرتیا د ختمولو خبر ورکړ

زمونږ خبریال راپور راکړی د کلمبیا ولسمشر «ګوسټاو پترو» په یو لړ څرګندونو کښې له صهیونیسټ رژيم څخه د ناټو تړون د ځینو غړیو په ملاتړ باندې نیوکې

سره له ناټو سره د ملګرتیا د ختمولو لپاره د خپل هیواد د فیصلې خبر ورکړ او ټینګار یې وکړ که چیرې د ناټو غړي هیوادونه د اسرائیلو لخوا د فلسطینیانو د نسل کشۍ په څنګ کښې ولاړ دي نو په دغه تړون کښې زمونږ شتون څه معنا لري؟

هغه په کلمبیا کښې د هیګ د ډلې چې په بوګوټا غونډې مشهوره ده د وزیرانو په لومړۍ غونډې کښې په دې خبرې سره چې هیواد یې د بشریت د ژغورلو لپاره د یوه پوځي ائتلاف د جوړولو د ایډیا ملاتړ کوي وویل د صهیونیسټ رژيم له حملو څخه د ناټو د ځینو غړیو هیوادونو ملاتړ له انساني اصولو سره په تضاد کښې دی.

د کلمبیا ولسمشر ګوسټاو پترو دغه راز دې ته په اشارې سره چې هیواد یې اراده لري صهیونیسټ رژیم ته د ډبرو د سکرو صادرول بند کړي وویل د کلمبیا صادراتي ډبرو سکره باید د وسلو په جوړولو کښې استفاده نشي کوم چې د ملکي وګړو ژوند ته ګواښ کوي.

ناټو د کلمبیا، ارجنټاین او د برازیل دریو هیوادونو له لارې له ناټو بهر د اصلي متحدانو په توګه په لاتیني امریکا کښې نفوذ لري.

د امریکا پخواني ولسمشر جوبایډن مخکې په رسمي توګه د کلمبیا حکومت د واشنګټن لپاره د غیر ناټو  اصلي متحد په توګه معرفي کړی و.

ارجنټاین او برازیل هیوادونه هم له ترتیب سره سم له نولس سوه اته نویم او دوه زره نولسم میلادي کلونو څخه له ناټو بهر متحدان ګڼل کیږي.