پاکستان ، ازبکستان او افغانستان درې اړخیزه موافقه لاسلیک کړه
زمونږ خبریال راپور راکړی پاکستان ، ازبکستان او افغانستان پرون په کابل کښې د اورګاډي د پروژې په هکله د مطالعاتو د ترسره کولو لپاره یوه موافقه لاسلیک کړه.
د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او خارجه وزیر اسحاق ډار له کابل څخه په ایکس پاڼه باندې په یوه پوسټ کښې دغه خبر اعلان کړ.
د پاکستان خارجه وزیر اسحاق ډار د دغه موافقې د لاسلیک کولو لپاره پرون د یوه ورځني سفر لپاره کابل ته تللی و.
د پاکستان خارجه وزیر اسحاق ډار د ازبکستان ، د افغانستان او د پاکستان د اورګاډي تر کوریډور لاندې د نایب اباد او خرلاچي اورګاډي د ګډې مطالعې په هکله د موافقې د لاسلیک کیدا په اړه د دریو هیوادونو خلکو ته مبارکۍ ورکړه.
هغه دغه راز د موافقې د لاسلیک کولو لپاره د افغانستان او د ازبکستان د خارجه وزیرانو د ملاتړ او د ژمنې مننه هم وکړه.
د دغه موافقې له لاسلیک کیدا مخکې د پاکستان، د ازبکستان او د افغانستان خارجه وزیرانو ګډه غونډه هم کړي وه.
د پاکستان خارجه وزیر اسحاق ډار د پاکستان ، افغانستان او د ازبکستان د اورګاډي کوریډور د اقتصادي ګنډل کیدا او له یوبل سره د سیمې د وصلیدا لپاره یو مهم اقدام وباله کوم به چې د افغانستان له لارې د پاکستان د سمندر له بندرونو سره د مرکزي اسیا هیوادونه وصل کړي.