د لویدیځو ډيپلوماټانو د تیریدا په وخت په دفاع وزارت برید وشو
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د لویدیځ یوې رسنۍ پرون د سوریې د یوه عیني کتونکي په شمول د دوو خبرو سرچینو په قول وویل د صهیونیسټ رژیم د هوايي ځواک لخوا د سوریې په دفاع وزارت باندې د توغندیو بریدونه دغه وزارت ته نږدې د لویدیځو هیوادونو د ډيپلوماټانو د زغرګاډوی د یوه کاروان د تیریدا په وخت شوي وو.
دغو کسانو رویټرز خبري اژانس ته وویل چې په دغو زغرګاډو کښې سپارو کسانو ته هیڅ تاوان ونه رسید او کاروان خپلې لارې ته دوام ورکړ.
دغو خبرو سرچینو په زغرګاډو کښې د سپارو کسانو د ملیت او د شمیر په هکله نور جزیات ورنکړل.
د سوریې یوې امنیتي سرچینې وویل په دفاع وزارت باندې د اسرائیلو په بریدونو کښې پینځه امنیتي ځواکونه وژل شوي.
په سوریې کښې د بشار اسد د حکومت له نسکوریدا وروسته د اسرائیلو رژیم د امریکا او د نورو اروپايي هیوادونو په مرسته او اجازې سره کابو هره ورځ د سوریې په ځینو سیمو بمباریانې کوي او د سوریې د ډیرو سیمو نیولو ته یې هم دوام ورکړی دی.
د اسرائیلو د ناجایز او د ناروا رژیم جنګي الوتکو په تیرې چهارشنبې ورځ په دمشق کښې د ولسمشرۍ په ماڼۍ سختې بمبارې کړي وې او ډیر ځایونه یې له خاورو سره خاورې کړي وو.