د سوریې له سویدا سیمې ټول قبائیلي ځواکونه وتلي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د سوریې د موقته حکومت د کورنیو چارو د وزارت ویاند «نورالدین البابا» وویل ټول قبائیلي ځواکونه په کامل ډول له سویدا ښار څخه وتلي دي.
هغه زیاته کړه د اوربند د موافقې د اجرا کولو لپاره د سوریې د کورنیو چارو د وزارت له هڅو وروسته د دغه وزارت ځواکونه د سویدا ولایت په شمال او لویدیځ سیمو کښې دیره شوي.
نورالدین البابا وویل د سوریې سویدا ښار له ټولو قبائیلي ځواکونو څخه خالي کړی شوی او د دغه ښار په کوڅو کښې جنګونه بند شوي دي.
د سوریې ځینو سرچینو پرون وویل چې په سویدا ولایت کښې د اوربند له اعلان څخه څو دقیقې وروسته د جولاني ځواکونو د اوربند خلاف ورزۍ وکړه او په دغه سیمه کښې په ملکي وګړو او د هغوې په کورونو یې ډزې او حملې وکړې.
د جولاني ملاتړي عرب قبائیل وايي تره هغه وخت چې د سوریې موقته حکومت او امنیتي ځواکونه په واک کښې وي له سویدا وتلو ته حاضر نه دي.
دا په داسې حال کښې دي چې ځینو عربو سرچینو وویل چې د اوربند له اعلان وروسته اوس په سویدا ولایت کښې نسبي ارامښت واکمن دی.
له تیرو څو ورځو راهسې د سوریې په سویدا ولایت کښې د بدو قبائیلي خلکو او د دروزیانو ترمینځ په جنګونو کښې په سلګونو کسان وژل شوي او ګڼ شمیر نور ژوبل شوي هم دي.