غریب ابادي: د ټریګر میکانیزم د فعالولو لپاره هرډول هڅه غیرقانوني ده
Jul 23, 2025 09:36 Asia/Kabul
د ایران د اسلامي جمهوریت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال وزیر کاظم غریب ابادي وویل: درې اروپايي هیوادونه قانوني حیثیت نلري او لکه څنګه چې دوی د برجام لاندې خپلی مهمې ژمنې نه دي پوره کړي، د ټریګر میکانیزم د فعالولو لپاره هر ډول هڅه ناوړه او غیرقانوني ګڼل کیږي او باید رد شي.
کاظم غریب ابادي په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د لوړې کچې په غونډه کې چې د "د څو اړخیزه کولو او د شخړو د سوله ایز حل له لارې د نړیوالې سولې او امنیت ترویج" په موضوع وه، د ایران په خاوره د امریکا او صهیونیسټ رژیم د ښکاره تیري په وړاندې د نړیوالو ادارو د دوه ګوني معیارونو او چوپتیا په اړه خبرداری ورکړ.
ټیګونه