ایران د امریکا او څو نورو لویدیځو هیوادونو بې بنسټه تورونه ردکړل
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند د امریکا، فرانسې او څو نورو لویدیځو هیوادونو د ایران پر وړاندې د بې بنسټه او مسخره تورونو په تکرارولو کې د امریکا، فرانسې او څو نورو لویدیځو هیوادونو کړنې د یوې څرګندې طرحې او هڅې په توګه بیان کړې چې د ورځې له ترټولو مهمې مسلې، یعنې په اشغال شوي فلسطین کې له نسل وژنې د عامه افکارو د غړولو هڅه ده.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي، د دغو هیوادونو لخوا پورته شوي امنیتي تورونه رد کړل او ویې ویل: امریکا، فرانسه او نور هیوادونه چې د ایران ضد یی اعلامیه لاسلیک کړې، د ترهګرو او تاوتریخوالي عناصرو او ډلو د ملاتړ کونکو او کوربه په توګه، باید د خپلو هغو کړنو لپاره مسؤل وګڼل شي چې د ترهګرۍ په ملاتړ کې له نړیوال قانون سرغړونه کوي.