ټرمپ: زه به په هند باندې تعرفې پام وړ زیاتې کړم
Aug 05, 2025 13:01 Asia/Kabul
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د واشنګټن او نوي ډیلي ترمنځ د کړکیچ له زیاتیدا سره په یووخت اعلان وکړ چې هغه به د روسیې د تیلو د اخیستلو له امله په نوي ډیلي باندې تعرفې په پام وړ ډول زیاتې کړي.
د پارس ټوډې په وینا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل: "هند نه یوازې د روسیې ډیر مقدار تیل اخلي، بلکې د تیلو یوه لویه برخه یې په خلاص بازار کې په لویه ګټه پلوري.
ټرمپ زیاته کړه: "دوی پروا نه کوي چې په اوکراین کې د روسیې د جنګي ماشین لخوا څومره خلک وژل کیږي. له همدې امله زه به هغه تعرفې په پام وړ ډول زیاتې کړم چې هند یې امریکا ته ورکوي.
ټیګونه