تاریخ به د اروپايي اتحادیې د مشرانو بې عملۍ هیره نکړي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اروپايي اتحادیې په پارلمان کښې د کیڼ پالو، شنو ، او د سوشلیسټانو فراکسیونونو او د ترقي غواړو ډیموکراټونو ائتلاف د دغه اتحادیې لوړرتبه چارواکو ته په یوه لیک د هغه څه په وړاندې چې په غزې تړانګه او د فلسطین په نورو نیواکي سیمو کښې رامینځته کیږي د اروپايي اتحادیې په سستۍ او بې عملۍ نیوکه وکړه او ټینګار یې وکړ چې تاریخ به د تاسو بې عملۍ هیره نکړي.
د یادو فراکسیونونو مشرانو په دغه لیک کښې د اروپا کمیسیون مشرې اورسولا فونډر لاین ، د اروپا د شورا مشر انټونیو کوسټا، او د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسول کایا کالاس د غزې پرضد د صهیونیسټ رژیم د ډله ئیزې نسل وژنې د ختمولو لپاره د اقداماتو ترسره کولو ته وروبلل.
هغوې په دغه لیک کښې د هغه څه په هکله چې په غزې او د فلسطین په نورو نیواکي سیمو کښې تیریږي د اروپايي اتحادیې په سستۍ او بې عملۍ نیوکه وکړه او ټینګار یې وکړ صهیونیسټ رژیم په غزې کښې د خلکو له وږي ساتلو د جنګي اوزار په توګه استفاده کوي او اسرائیلو غزې ته د څه د پاسه شپږ زره ټرکونو چې خوراکي مرستې پکښې بار دي د ورتلو مخه نیولي ده.
د اروپا د دغو فراکسیونونو مشرانو په دغه لیک کښې ټینګار وکړ په غزې کښې حالت نور یو عادي بیړنی حالت نه دی او روښانه شواهد هلته د یوې نسل کشۍ د رامینځته کیدا ښودنه کوي.
هغوې په دغه لیک کښې دغه راز په دې خبرې باندې ټینګار سره چې اروپايي اتحادیه په دې هکله مسوولیت لري او باید سمدستي اقدام وکړي وویل مونږ نور زیات ځنډ او د ډیرې وینې د تویدا زغم نلرو او تاریخ به هغه کسان چې د ډله ئیز عذاب او د کړاو په وړاندې چوپتیا غوره کوي معاف نکړي.
د اروپا د فراکسیونونو مشرانو دغه راز صهیونیسټ رژيم ته د وسلو په استولو باندې په کامل ډول د بندیز د لګولو او د اسرائیلو په چارواکو باندې چې نړیوال قوانین تر پښو لاندې کوي د بایکاټونو د لګولو غوښتنه وکړه.