د اوکراین ولسمشر زلنسکي د امریکا له ولسمشر سره خبرې وکړې
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي وویل چې په ماسکو کښې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د سپینې ماڼۍ د ځانګړي استازي اسټیو ویټکاف ترمینځ له کتنې وروسته د امریکا له ولسمشر ټرامپ سره خبرې کړي دي.
هغه وویل ما ، ماسکو ته د امریکا د ځانګړي استازي اسټیو ویټکاف له سفر وروسته په یوې اینټرنیټي غونډې کښې د امریکا له ولسمشر ټرامپ سره خبرې وکړې او د اروپايي اتحادیې مشرانو هم په دغو خبرو کښې ګډون وکړ.
زلنسکي له اوکراین څخه د لویدیځو هیوادونو د ملاتړ په قدرونې سره وویل د دغه اینترنیټې غونډې په وخت مونږ د روسیې د ولسمشر پوتین او د امریکا د ځانګړي استازي اسټیو ویټکاف د کتنې په هکله له یوبل سره خبرې وکړې.
د اوکراین ولسمشر زلنسکي دې ته په اشارې سره چې د امریکا له ولسمشر ټرامپ او د اروپايي اتحادیې له مشرانو سره زما د خبرو اترو اصلي موضوع په اوکراین کښې د جنګ ختمول وو وویل زمونږ او زمونږ د متحدانو دریځ کاملا روښانه دی او جنګ باید ختم شي.
دغه راز د خارجي سیاست په چارو کښې د روسیې د ولسمشر پوتین مرستیال مخکې ویلي وو په ماسکو کښې د امریکا د ولسمشر د ځانګړي استازي اسټیو ویټکاف او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین کتنه ډیره ګټوره او رغنده وه.