سختو چاودنو د سوریې لویدیځ سیمې ولړزولې
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د سوریې رسنیو د دغه هیواد په لویدیځ کښې د جبله ښار په خواوشا کښې د څو سختو چاودنو د رامینځته کیدا خبر ورکړ.
د سوریې رسنیو جبله ښار ته نږدې په «زاما» کلي کښې د پوځ د یوسل اومې لیوا د مرکز په خوا کښې د سختو چاودنو د رامینځته کیدا خبر ورکړی.
د سوریې ځینو ځايي رسنیو دغه چاودنې د صهیونیسټ رژيم د بې پایلوټه الوتکو د حملو له کبله بللي دي.
د اینټرنیټ ځینو کارونکو بیا ویلي دي چې په زاما کلي کښې په یوه پوځي کاروان چې څو ګاډي پکښې شامل وو حمله شوي ده.
ویل کیږي چې دغه چاودنې دومره زوروې وې چې اور او لوږګي یې له څو کلومیټرو څخه لیدل کیږي.
د سوریې رسمي ارګانونو او رسنیو تراوسه د دغو چاودنو په هکله څه نه دي ویلي.
په سوریې کښې د بشار اسد د حکومت له نسکوریدا وروسته اوس د جولاني په مشرۍ د حکومت په وخت کښې اسرائیلو په دغه هیواد باندې حملې زیاتې کړي دي او د سوریې دفاعي وړتیاوې او بیخ بنایانې یې تباه کړي دي.
اسرائیلو د سوریې ډیرې زیاتې سیمې هم نیولي او د جولاني په مشرۍ د سوریې اوسنی حکومت د اسرائیلو د نیواکګرۍ او د حملو په مقابل کښې هیڅ ډول اقدام نه دی ترسره کړی او نه یې ترسره کوي.