په تهران کې د چک جمهوریت د سفارت فعالیت بیا پیل شو
Aug 19, 2025 14:47 Asia/Kabul
پارس ټوډې - په تهران کې د چک جمهوریت د سفارت فعالیت بیا پیل شو.
د چک جمهوریت د سفارت لومړنۍ ډله کارکوونکي اوس په ایران کې په کار بوخت دي ترڅو په تهران کې د چک جمهوریت د سفارت فعالیت بیا پیل کړي.
د چک جمهوریت د سفارت د فعالیت بیا پیلول د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت د اړیکو د څانګې مشرې «نیکولا نکویندووا» اعلان کړ.
د چک جمهوریت د جون په ۱۹مه د صهیونیسټي رژیم له خوا پر ایران د بریدونو له امله خپل سفارت په موقتي توګه تړلی وو.
ټیګونه