رویټرز خبري اژانس د خبریالانو د وژل کیدا زمینه برابروي
زمونږ خبریال راپور راکړی رویټرز خبري اژانس د خبریالانو د وژلې اسانتیا برابروي او د کاناډا هیواد فوټو ژورنالیسټې میرمن ویلري زنګ له خپلې دندې استعفا ورکړه او د خبریالې کارت یې څیرې کړ.
د کاناډا هیواد فوټو ژورنالیسټې میرمنې ویلري زنګ اتو کلونو لپاره له رویټرز خبري اژانس سره له کار کولو رووسته اوس له خپلې دندې استعفا ورکړي ده او زیاته یې کړه د غزې په هکله د رویټرز خبري اژانس راپورونه له خبریالانو سره خیانت او غدارۍ ده او دغه روده د فلسطین د لسګونو خبریالانو د وژلې لپاره توجیه او د ژورنالیسټانو د وژلې د اسانتیا د برابرولو په معنا دی.
ویلري زنک په ایکس پاڼه باندې په یوې خبر پاڼه کښې وویل اوس زما لپاره له رویټرز خبري اژانس سره کار کول ممکن نه دي ځکه چې دغه اژانس په غزې تړانګه کښې د خبریالانو په منظم ډول د وژلو د توجیه د برابرولو او د خبریالانو د وژلې په مکمن کولو کښې رول لوبوي.
هغې په غزې تړانګه کښې د الجزیرې ټيلي ويژن د خبریال «انس الشریف» او د هغه د ملګرو له وژل کیدا وروسته د رویټرز خبري اژانس په راپورونو او د اسرائیلو پلوه پالیسیانو باندې سخته نیوکه وکړه.
د کاناډا دغه خبریالې ولیري زنګ وویل رویټرز خبري اژانس د اسرائیلو دغه بې بنسټه ادعا خپره کړي ده چې انس الشریف د حماس غورځنګ غړی و کومه چې په کامل ډول دروغ ده او لویدیځې رسنۍ دغه ادعا بیا بیا تکراروي او هغه باوري جوړوي.