اوکرايين منلې روسي ځواکونه ډنيپروپېټروفسک سیمې ته ننوتلي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i163832-اوکرايين_منلې_روسي_ځواکونه_ډنيپروپېټروفسک_سیمې_ته_ننوتلي
زمونږ خبریال راپور راکړی اوکراييني ځواکونو منلې چې د روسيې پوځ د ختيځ صنعتي سيمې ډنيپروپېټروفسک ته ننوتلی او هڅه کوي هلته خپلې پېښې ټينګې کړي.
(last modified 2025-08-27T10:19:44+00:00 )
Aug 27, 2025 14:46 Asia/Kabul
  • اوکرايين منلې روسي ځواکونه ډنيپروپېټروفسک سیمې  ته ننوتلي

زمونږ خبریال راپور راکړی اوکراييني ځواکونو منلې چې د روسيې پوځ د ختيځ صنعتي سيمې ډنيپروپېټروفسک ته ننوتلی او هڅه کوي هلته خپلې پېښې ټينګې کړي.

د ډنېپرو ستراتيژیکو عملياتي ځواکونو ډلې يو غړی وېکټور ترېهوبوف وايي، دا په دې کچې لومړنی ستر بريد دی خو نوموړي په ډاګه کړې چې اوسمهال د روسي ځواکونو پرمختګ درول شوی دی.

روسيې په دوبې کې ادعا کړې وه چې ځواکونه يې دغې سیمې ته ننوتلي او له دونتسک څخه د اوکرايين دننه خاورې ته د ننوتلو هڅه کوي.

د جون په لومړيو کې روسي چارواکو ويلي وو چې په ډنيپروپېټروفسک بريدونه پيل شوي خو تازه اوکراييني راپورونه ښيي چې يوازې لږ له پولې اوښتي دي.

که چېرې روسيه په ډنيپروپېټروفسک کې پرمختګ وکړي نو دا به د اوکرایین مورال ته په داسې حال کې چې د امریکا تر مشرۍ لاندې د جګړې ختمولو ډپيلوماتيکې هڅې کمزورې ښکاري، سخت ګوزار وي.

د اوکرايين د ډيپ سټېټ د نقشې جوړونې پروژه ښيي چې روسیې د ډنيپروپېتروفسک دننه دوه کلي نيولي دي.

خو د اوکرايین د وسله والو ځواکونو قومندان دا رد کړې او وايي په دغو دوو کليو کې لا هم جګړه روانه ده.

له جګړې وړاندې په ډنيپروپېتروفسک کې له دريو ميليونو زيات وګړي اوسېدل او له دونباس وروسته د اوکرایین دویم ستر صنعتي مرکز و.

که څه هم روسي ځواکونو د سيمې په نيولو کې ورو پرمختګ کړی او ډېر تلفات يې ورکړي خو د دونباس په دونتسک کې مخکې تللي دی.

راپورونه وايي د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين امريکايي سيال ډونلډ ټرمپ ته ويلي که اوکرایین د دونتسک سيمې روسيې ته وسپاري دی د جګړې د ختمولو ته چمتو دی.

 خو ډېری اوکرايينیان په دې باور دي چې د روسیې مشر نور پلانونه لري.

په جون مياشت کې د اوکرایین د ولسمشرۍ دفتر مرستيال ډګروال پاولو پاليسا امریکايي خبريالانو ته ويلي وو چې کرملين غواړي د ډنېپرو سيند ختيځ ته ټول اوکرايين ونيسي.

د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو مشرې کايا کالاس هم خبرداری ورکړی چې د سولې د هوکړې په توګه د اوکرایین خاوره روسې ته سپارل یو "دام" دی. نوموړې ويلي، "موږ له ياده ايستلي چې روسیې تراوسه يو امتياز هم نه دی ورکړی او همدا روسيه ده چې تېری یې کړی دی.