دریو اروپايي هیوادونو د اسنیپ بیک په فعالولو سره ستره غلطۍ وکړه
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په ویانا کښې په نړیوالو ادارو کښې د روسیې دايمي استازي «میخایل اولیانوف» وویل
په ایران باندې د بندیزونو د بیرته ستنیدا لپاره د اسنیپ بیک د مکانیزم د فعالولو په رسمي ډول اعلانولو کښې د انګلستان ، د فرانسې او د جرمني د خارجه وزیرانو اقدام یوه ستره غلطۍ ده.
هغه وویل دغه اقدام د دریو اروپايي هیوادونو لخوا یو غیر مسوولانه ګام و چې حالات یې له کامل بندون سره مخامخ کړي دي.
میخایل اولیانوف زیاته کړه جایزه خبره دا ده چې پوښتنه وکړو ایا درې اروپايي هیوادونه له هغه بندون څخه چې دوې ورته د ورننوتلو هڅه کوي د وتلو لپاره د حل لارې د موندلو په هکله کوم فکر او سټراټيژۍ لري دغه پوښتنې ته ځواب ظاهرا منفي دی.
په ملګروملتونو کښې د روسیې سفیر او د نمایندګۍ مرستیال دیمیتري پولیانسکي هم په نیویارک کښې په خبري کانفرنس کښې په دې خبرې سره چې چین او روسیه له ایران اسلامي جمهوریت سره د خبرو اترو د له سره پیلیدا غوښتونکي دي وویل د اسنیپ بیک د مکانیزم د فعالولو لپاره د اروپا لخوا د ایران ضد اقدام هیڅ قانوني بنسټ نلري او امنیت شورا باید د دریو اروپايي هیوادونو د لیک پراساس هیڅ ډول اقدام ترسره نکړي.
هغه وویل څو ساعته مخکې چین او روسیې د شپږو میاشتو لپاره د ایران د اټومي موافقې د تمدیدولو لپاره د یوه پریکړه لیک مسوده د ملګروملتونو امنیت شورا ته وړاندې کړه.
له دې مخکې د روسیې خارجه وزارت ویلي و د ملګروملتونو د بایکاټونو د بیرته ستنولو د سازوکار د فعالولو لپاره چې مخکې لغو شوی و د انګلستان د فرانسې او د جرمني ګواښونه د جدي بې ثباتۍ د رامینځته کولو عامل دی.