الاخبار: زیاتره لبنانیان د حزب الله د بې وسلې کولو مخالفت کوي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i164254-الاخبار_زیاتره_لبنانیان_د_حزب_الله_د_بې_وسلې_کولو_مخالفت_کوي
پارس ټوډې - د یوې سروې پایلې ښودلې چې ډېری لبنانیان د حزب الله د وسلو د سپارلو ملاتړ نه کوي، او ۸۱٪ په دې باور دي چې حزب الله به د اړینو تضمینونو له ورکولو پرته خپلې وسلې ونه سپاري.
(last modified 2025-09-06T09:28:37+00:00 )
Sep 06, 2025 13:56 Asia/Kabul
  • الاخبار: زیاتره  لبنانیان د حزب الله د بې وسلې کولو مخالفت کوي

پارس ټوډې - د یوې سروې پایلې ښودلې چې ډېری لبنانیان د حزب الله د وسلو د سپارلو ملاتړ نه کوي، او ۸۱٪ په دې باور دي چې حزب الله به د اړینو تضمینونو له ورکولو پرته خپلې وسلې ونه سپاري.

د لبنان ورځپاڼې الاخبار، د "نړیوال معلوماتي مرکز" لخوا د ترسره شوې سروې پایلې بیانوي چې ډېری لبنانیان د حزب الله د وسلو د سپارلو ملاتړ نه کوي، په ځانګړې توګه په داسې حالت کې چې هیڅ تضمین شتون نلري چې صهیونیسټ دښمن به له نیول شویو سیمو څخه ووځي او د لبنان پر وړاندې به یرغل ودروي.