نیپال کښې له تاوتریخوالو وروسته پوځیان دیره شوي دي
زمونږ خبریال راپور راکړی په نیپال کښې چیرې چې خلک سړکونو ته راوتلي او له تاوتریخوالي ډکې مظاهرې یې کړي دي اوس په بیلابیلو سیمو کښې پوځیان دیره شوي دي.
په نیپال کښې له امنیتي ځواکونو سره د خلکو په نښتو کښې تراوسه دوه ویشت کسان وژل شوي او له پینځوسوو څخه زیات ژوبل شوي هم دي.
بل خوا د نیپال له «لالیت پور» زندان څخه ټول پینځلس سوه بندیان تښتیدلي دي.
د نيپال د پلازمینې کهټمنډو هوايي ډګر د ټولو الوتونو لپاره بند دی او «بهیراوا» هوايي ډګر ته اور اچول شوی دی.
د ویلو ده چې په نیپال کښې ځوانان هغه وخت سړکونو ته راووتل کله چې حکومت د ټولنیزو اینټرنیټ سایټونو په شمول په شپږویشتو اینټرنیټ پاڼو باندې پاې بندې ولګولې.
د خلکو له اعتراض وروسته د نیپال حکومت په ټولنیزو اینټرنیټ پاڼو باندې لګیدلي پاې بندۍ ختمه کړي وه.
د نیپال په پلازمینې کهټمنډو او نورو ښارونو کښې له ګرځبندیز او کرفیو سره سره د ولسمشر «رام چندر پوډیل» او د لومړي وزیر «کی بي شرما اولې» کورونه سوځول شوي دي.
دغه راز د نیپال د پخوانی لومړي وزیر جھالا ناتھ کھنل میرمنه په خپل کور کښې ژوندۍ په اور کښې وسوځول شوه.
