د جزا نړیوالې محکمې د طالب مشرانو نیولو حکم صادر کړ
نړیوالې جزایي محکمې (ICC) پرون سه شنبې د طالبانو د مشرانو پر ضد د ښځو د ځورونې په تور — چې د بشر ضد جنایت بلل کېږي — د نیولو حکمونه صادر کړل.
د جزا نړیوالې محکمې قاضیانو په یوه اعلامیه کې ویلي: داسې “موجه دلایل” شته چې ښيي د طالبانو ستر مشر هبتاالله اخندزاده او د طالبانو د سترې محکمې ريیس عبدالحکیم حقاني د “جنسیت له امله د ښځو د ځورونې په خاطر بشر ضده جرم” کړی دی.
محکمې زیاته کړې:“که څه هم طالبانو پر ټول ولس یو شمېر محدودیتونه وضع کړي، خو ښځې او نجونې یې یوازې د دوی د ښځینه جنسیت له امله په ځانګړې ډول په نښه کړي، او له اساسي حقونو او ازادیو څخه یې محرومې کړې دي.”
دا تورونه د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې نیټې څخه د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ تر ۲۰مې ترمینځ مودې پورې تړاو لري – یعني له هغه وخته چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شول.
د قاضیانو په وینا، طالبانو نجونې او ښځې له زدهکړو، شخصي حریم، کورني ژوند، او د تګ راتګ، بیان، فکر، وجدان او دین له ازادیو څخه په پراخ ډول محرومې کړې دي.