د لبنان حزب الله په یمن د صهیونیسټ رژيم حملې وغندلې
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره په یمن باندې د صهیونیسټ رژيم بریدونه چې له کبله یې یوشمیر ملکي وګړي او خبریالان شهیدان او ژوبل شوي وغندل.
د حزب الله په بیانیې کښې ویل شوي دي دغه تیري د ترهګر نتانیاهو د دیوالیه کیدا نښه ده کوم چې د مقاومت په نابودولو او په غزې او لویدیځه غاړه کښې د مقاومت ډلو د حملو په بندولو کښې ماتي خوړلي ده او د یمن له پوځي قدرتمن څخه ویریدلی دی.
حزب الله د یمن له رسنیو سره د پیوستون د اعلانولو په ترڅ کښې له عربو او نړیوالو حقوقي موسسو او صنفي اتحادیو او ټولو رسنیو وغوښتل چې د اسرائیلو دغه تیري وغندي او د حملو د عاملانو پرضد دعوا وکړي.
ځینو سرچینو ادعا کړي ده چې د اسرائیلو رژیم په یمن کښې د انصار الله غورځنګ په شپږو هدفونو بریدونه کړي دي.
خو په عین حال کښې د صهیونیسټ رژيم رسنیو ادعا وکړه چې دوې د یمن په څو پوځي کیمپونو ، د سونګو د زیرمه کولو په ودانۍ او د انصار الله غورځنګ د رسنیو په مرکز حملې کړي دي.
دغه راز د یمن پوځ په هیواد کښې د توغندیو په ویشتونکو فلیټ فارمونو باندې د حملو کولو په هکله د صهیونیسټ رژيم ادعاګانې دروغ وبللې.
د یمن د پوځ ویاند جنرال یحیی سریع وویل د اسرائیلو بریدونه په کامل ډول په غیر پوځي سیمو او دغه راز د «شپږویشتم سپتمبر» او د «الیمن» ورځپاڼو په دفترونو شوي دي او یوشمیر نرینه او ښځینه خبریالانې او عادي ښاریز شهیدان او ژوبل شوي دي.
هغه وویل یمن به د اسرائیلو دغه تیري ته سخت ځواب او سزا ورکړي.