نتانیاهو د حماس غورځنګ د مشرانو کوربه اسلامي هیوادونو ته ګواښ وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/event-i164432-نتانیاهو_د_حماس_غورځنګ_د_مشرانو_کوربه_اسلامي_هیوادونو_ته_ګواښ_وکړ
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ ظالم او جنایتکار رژیم لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د قطر په پلازمینه دوحه باندې حملې کښې له ناکامۍ وروسته د یوې ویډیو په خپرولو سره د سیمې اسلامي هیوادونو ته د حماس غورځنګ د مشرانو او غړیو د وژلو د عملیاتو د دوام خبرداری ورکړ.
(last modified 2025-09-11T00:49:34+00:00 )
Sep 11, 2025 05:15 Asia/Kabul
  • نتانیاهو د حماس غورځنګ د مشرانو کوربه اسلامي هیوادونو ته ګواښ وکړ

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ ظالم او جنایتکار رژیم لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د قطر په پلازمینه دوحه باندې حملې کښې له ناکامۍ وروسته د یوې ویډیو په خپرولو سره د سیمې اسلامي هیوادونو ته د حماس غورځنګ د مشرانو او غړیو د وژلو د عملیاتو د دوام خبرداری ورکړ.

نتانیاهو په هغو هیوادونو کښې چې د فلسطین د حماس غورځنګ د مشرانو او غړیو کوربه دي د ټرور د عملیاتو په دوام ټینګار وکړ.

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو نیغ په نیغه قطر هیواد او هغو  ټولو هیوادونو ته چې د هغه په وینا وسله والو عناصرو ته یې پناه ورکړي ده وویل دغه هیوادونه باید د حماس غورځنګ مشران وباسي یا په خپله خاوره کښې زمونږ د ترهګرو حملو په تمه ووسي.

د اسرائیلو د لومړي وزیر نتانیاهو دغه ګواښ په داسې حال کښې دی چې له دې مخکې د امریکا ولسمشر ټرامپ د قطر له امیر سره په ټیلي فوني خبرو کښې هغه ته قول ورکړی و چې دغه حملې به نورې تکرار نشي.

له تیرو څو کلونو راهسې په ترکیې کښې د حماس غورځنګ د  مشرانو شتون او هستوګنې ته په پام سره د اسرائیلو د لومړي وزیر نتانیاهو دغه څرګندونې یو ډول د انکارا پرضد ګواښ ګڼل کیږي.