د اسرائیلو رژيم په غزې کښې په منظم ډول ماشومان وژني
زمونږ خبریال راپور راکړی خارجي ډاکټرانو نړیوالو رسنیو ته ویلي دي چې د اسرائیلو پوځیان د فلسطین په غزې تړانګه کښې په منظم ډول ماشومان وژني.
له اولسو خارجي ډاکټرانو څخه پینځلسو ډاکټرانو وویل چې د اسرائیلو پوځیانو په قصدي ډول له پینځلسو کلونو کم عمره هلکان په سرونو یا سینو باندې په ډزو کولو سره ژوبل کړي دي.
دغو بهرنیو ډاکټرانو یوسل څوارلس داسې ماشومانو ته اشاره کړي ده چې دوې یې په داوطلبه توګه په غزې کښې معالجه کړي ده.
دغو خارجي ډاکټرانو وویل چې په ډزو لګیدلي اکثره ماشومان بچ نه شول او هغه شهیدان شول خو ځینې ماشومان بیا له مرګ څخه وژغورل شول.
د امریکا د کیلي فورنیا ایالت د «ټروما »جراج «فیروز سدهوا» وویل ما په یوه روغتون کښې داسې یوشمیر ماشومان لیدلي چې اسرائیلي عسکرو ټول په سرونو باندې په ډزو ویشتلي وو.