فرانسه او ۹ نور هېوادونه فلسطین په رسمیت پېژني
https://parstoday.ir/ps/news/event-i164836-فرانسه_او_۹_نور_هېوادونه_فلسطین_په_رسمیت_پېژني
پارس ټوډې - په یوه تاریخي اقدام کې، فرانسې او ۹ نورو هېوادونو اعلان وکړ چې د فلسطین خپلواک دولت به په رسمیت وپېژني.
(last modified 2025-09-20T09:01:46+00:00 )
Sep 20, 2025 13:30 Asia/Kabul
  • فرانسه او ۹ نور هېوادونه فلسطین په رسمیت پېژني

پارس ټوډې - په یوه تاریخي اقدام کې، فرانسې او ۹ نورو هېوادونو اعلان وکړ چې د فلسطین خپلواک دولت به په رسمیت وپېژني.

فرانسې اعلان وکړ چې په روانه اونۍ کې به ۱۰ هېوادونه د فلسطین خپلواک دولت په رسمیت وپېژني.

د کاناډا، آسترالیا، پرتګال، بلجیم، مالټا، لوکزامبورګ، سان مارینو، اندورا او فرانسې هېوادونه به د دوشنبې په ورځ د نیویارک په ملګرو ملتونو سازمان کې د فلسطین په اړه نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړي او دا پرېکړه به اعلان کړي.

امانوئل مکرون به د دوشنبې په ورځ د نیویارک په وخت ۱۵:۰۰ بجې د فرانسې پرېکړه په رسمي توګه اعلان کړي.

برتانیا به احتمالاً د دوشنبې په ماښام یا د دوشنبې په ورځ خپل دریځ اعلان کړي او پرتګال به هم له کنفرانس مخکې فلسطین په رسمیت وپېژني. د فرانسې د ولسمشر یوه سلاکار دا اقدام د دوه دولتونو حل لارو د ساتلو لپاره یو مهم ټکی وباله او د اسرائیلو هغه طرحه چې د لوېدیځې غاړې یوې برخې ضمیمه کړي، «سره کرښه» او «د نړیوالو قوانینو نقض» وباله.