د مقاومت بیرغ هماغه راز په هوا کښې رپیږي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i165124-د_مقاومت_بیرغ_هماغه_راز_په_هوا_کښې_رپیږي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان د حزب الله غورځنګ د مشر «سید حسن نصر الله »له شهادت یو کال وروسته د سیمې سیاسي او ټولنیزه فضا یوځل بیا د هغه د یاد او خاطرې تر اغیز لاندې ورغلي ده او د حسن نصر الله شهادت په چټکۍ سره د نیواکګرۍ ضد د بهیرونو د ډیرې کوټلتیا او د مقاومت له ایډیالونو سره د ژمنې د تجدیدا سبب شوی دی.
(last modified 2025-09-27T07:42:36+00:00 )
Sep 27, 2025 12:07 Asia/Kabul
  • د مقاومت بیرغ هماغه راز په هوا کښې رپیږي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان د حزب الله غورځنګ د مشر «سید حسن نصر الله »له شهادت یو کال وروسته د سیمې سیاسي او ټولنیزه فضا یوځل بیا د هغه د یاد او خاطرې تر اغیز لاندې ورغلي ده او د حسن نصر الله شهادت په چټکۍ سره د نیواکګرۍ ضد د بهیرونو د ډیرې کوټلتیا او د مقاومت له ایډیالونو سره د ژمنې د تجدیدا سبب شوی دی.

د لبنان د پخواني مشر سید حسن نصر الله د شهادت د لومړۍ کلیزې په درشل کښې د سیمې سیاسي او ټولنیزه فضا یوځل بیا د هغه د یاد او خاطرې تر اغیز لاندې ورغلي ده.

د حسن نصر الله ټرور که څه هم د مقاومت د چورلیز لپاره یو ستر شوک و  خو په چټکۍ سره د نیواکګرۍ ضد د بهیرونو د ډیر انسجام او د مقاومت له ایډیالونو سره د ژمنې د نوي کولو سبب شو.

سید حسن نصر اله د نویمي میلادي لسیزې په لومړیو کښې د حزب الله مشر شو او څه د پاسه دیرش کاله د لبنان او د سیمې په بدلونونو کښې یو اغیز شیندونکی شخصیت و.

حسن نصر الله وتوانید حزب الله له یوې ځايي مقاومت ډلې د مینځني ختیځ په معادلاتو کښې په یوه مهم لوبغاړي بدل کړي.

کاریزماټیک شخصیت، د دریځونو په بیانولو کښې صراحت او د پیچلیو کړکیچونو د  مدیریت قدرت د هغه مهمې ځانګړنې وې.

همدغه سټراټيژیک ځایګی سبب شو چې د تیر هجري لمریز کال په تلې میاشت کښې په یوې بې ساري او هدفمنې حملې کښې د حسن نصر الله  ټرور د نړۍ د عمومي افکارو پام ځان ته جلب کړي.

داسې ترهګره حمله چې له  سنګر ماتونکو بمونو په استفادې او د مقاومت د قومندنې د مرکزونو د تباه کولو په هدف سره وشوه چې له کبله یې نه یوازې نصر الله شهید شو بلکې د بیروت د جنوب د ضاحیه سیمې ډیره برخه هم تباه شوه.

خو د حسن نصر الله شهادت د هغه د لارې پاې ته رسیدل نه و.

د حسن نصر الله له شهادت سمدستي وروسته په ټول لبنان او اسلامي دنیا کښې د غصې او غم څپه خپره شوه او د لبنان خلکو په بیلابیلو مراسمو کښې د هغه یاد او خاطره ولمانځله او یو ځل بیا یې د لبنان د پلازمینې بیروت په واټونو او د جنوب په ښارونو کښې  د هغه  تصویرونه ولګول.