اردوغان: حماس وښودله چې سوله غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i165480-اردوغان_حماس_وښودله_چې_سوله_غواړي
پارس ټوډې - د ترکیې ولسمشر په خپلو خبرو کې د غزې په تړاو د امریکا د وړاندیز په هکله د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) د وروستي دریځ په اړه هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ چې دا دریځ ښيي چې حماس د سولې لپاره چمتووالی لري.
(last modified 2025-10-05T03:10:32+00:00 )
Oct 05, 2025 07:39 Asia/Kabul
  • اردوغان: حماس وښودله چې سوله غواړي

پارس ټوډې - د ترکیې ولسمشر په خپلو خبرو کې د غزې په تړاو د امریکا د وړاندیز په هکله د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) د وروستي دریځ په اړه هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ چې دا دریځ ښيي چې حماس د سولې لپاره چمتووالی لري.

د ترکیې ولسمشر «رجب طیب اردوغان» د شنبې په ورځ په خپلو خبرو کې وویل: موږ د امریکا د ولسمشر وړاندیز ته د حماس له ځوابه هرکلی کوو، ځکه چې د سولې د ټینګولو لپاره دا ځواب د دې غورځنګ ریښتینی چمتووالی ښيي.

هغه وویل: اسرائیل باید سمدستي په غزې کې خپل بریدونه ودروي. موږ په غزې کې د نسل‌وژنې د پایته رسولو لپاره پراخې هڅې کوو او د هېواد ټول امکانات او توان د دې سیمې خلکو ته د بشري مرستو رسولو لپاره په تیارسي حالت کې دي.