صهیونیسټ افراطي وزیر بیا پر الاقصی جومات یرغل کړی
https://parstoday.ir/ps/news/event-i165938-صهیونیسټ_افراطي_وزیر_بیا_پر_الاقصی_جومات_یرغل_کړی
د تیریګر صهیونیسټي رژیم د داخلي امنیت وزیر، ایتامار بن ګویر، په تیرې یوې اونئ کې د اسلامي اوقافو د ادارې د خبرداریو په اوج کې   په  دویم ځل  الاقصی  ته ته وارد شوی او سپکاوی ئې کړی دی.
(last modified 2025-10-15T00:46:44+00:00 )
Oct 15, 2025 05:13 Asia/Kabul
  •   صهیونیسټ افراطي وزیر بیا پر الاقصی جومات یرغل کړی

د تیریګر صهیونیسټي رژیم د داخلي امنیت وزیر، ایتامار بن ګویر، په تیرې یوې اونئ کې د اسلامي اوقافو د ادارې د خبرداریو په اوج کې   په  دویم ځل  الاقصی  ته ته وارد شوی او سپکاوی ئې کړی دی.

زمونږخبریال د ایکنانیوز له قوله راپور راکوي، د صهیونیسټ وحشي رژیم د داخلي امنیت سرزوری وزیر، ایتامار بن ګویر، پرون  سهار د پولیسو  او امنیتی مامورانو په سختو تدبیرونو کې  پر مسجدالاقصی  بیا یرغل کړی  چې  د لمونځ کونکو له سخت غبرګون سره مخ شوی دی.

په یروشلم کې د اسلامي اوقافو  ادارې پرون په یوې لنډې اعلامیې کې وویل چې «بن ګویر نن سهار  له مخکېنیو خبرتیاؤ پرته  پر الاقصی جومات یرغل وکړ. دا په داسې حال کې ده  چې اسرائیلي وزیران  معمولا  د لومړي وزیر  بنیامین نتنياهو، د دفتر له  تصدیق،  الاقصی  جومات ته نشي واریدیدلی.

 په دغې څوکئ له منصوبیدا وروسته دا دیارلسم ځل دی چې بن ګویر په الاقصی یرغل کوي چې په هغو کې لس ځله یوازې  دغزې تړانګې په ضد دوحشي اسرائيلو  له خوا په تیرو دوو کلونو کې د تیریو او جنایتونو په دوران  دي.

له بلې خوا، د قدس د اوقافو او اسلامي چارو او مقدسو  ځایونو  شورا وویل چې ۲۰۲۵ کال  د مسجدالاقصی په تاریخ کې د ترټولو بد قانوني  او  دینی  ورانیدونکي حالت شاهد دی.

دغې  شورا په یوې اعلامیې کې تشریح کړې چې نیواکګر چارواکو  او افراطي ډلو ټپلو پر جومات  خپل پراخ یرغلونه  نوره هم زیات کړي دي، او د صهیونیسټ میشته ښارګوټو اوسیدونکو ته ئې   د مسجد  په صحنونو کې د تلمودي دستورو   او اعمالو  د ترسره کولو اجازت  ورکړی دی .