امریکا اوکراین ته د لرواټنه ټوماهاک توغندیو ورکول تصویب کړ
https://parstoday.ir/ps/news/event-i166606-امریکا_اوکراین_ته_د_لرواټنه_ټوماهاک_توغندیو_ورکول_تصویب_کړ
زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا دفاع وزارت اوکراین ته د لرواټنه ټوماهاک توغندي د ورکولو کار تصویب کړی دی.
(last modified 2025-11-01T05:58:56+00:00 )
Nov 01, 2025 10:26 Asia/Kabul
  • امریکا اوکراین ته د لرواټنه ټوماهاک توغندیو ورکول تصویب کړ

زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا دفاع وزارت اوکراین ته د لرواټنه ټوماهاک توغندي د ورکولو کار تصویب کړی دی.

اوکراین ته د ټوماهاک توغندیو د ورکولو نهايي فیصله به ولسمشر ټرامپ وکړي.

ټوماهاک توغندي تقریبا شپاړس سوه کلومیټره واټن لري او هغه له سمندري جنګي بیړیو او دغه راز سمندري اوبتلونو څخه په اسانۍ سره ویشتل کیدلای شي.

دغه راز د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ ته په ټيلي فون کولو سره اوکراین ته د ټوماهاک توغندیو د ورکولو په هکله خپله اندیښنه څرګنده کړه او ویې ویل اوکراین ته د ټوماهاک توغندیو په ورکول کیدا سره د ماسکو او د سینټ پیټرزبورګ په شان مهممو ښارونو ته خطره  پيښیدلای  شي.

پوتین وویل چې اوکراین ته د ټوماهاک توغندیو د ورکول کیدا په وجه د امریکا او د روسیې په اړیکو کښې نور مسائیل هم زیاتیدلای شي.