د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري ۷۴ سلنه کمه شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i180216-د_افغانستان_او_پاکستان_ترمنځ_سوداګري_۷۴_سلنه_کمه_شوې
د پاکستان د رسمي سرچینو تازه شمېرې ښيي چې د روان میلادي کال په اوږدو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه‌اړخیزې سوداګرۍ کچه تر ۷۴ سلنې ډېره راټیټه شوې ده.
(last modified 2026-10-19T07:25:28+00:00 )
Oct 19, 2026 11:53 Asia/Kabul
  • د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري ۷۴ سلنه کمه شوې

د پاکستان د رسمي سرچینو تازه شمېرې ښيي چې د روان میلادي کال په اوږدو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه‌اړخیزې سوداګرۍ کچه تر ۷۴ سلنې ډېره راټیټه شوې ده.

د دغو شمېرو له مخې، د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري له ۱ میلیارد او ۳۰۰ میلیونه ډالرو څخه شاوخوا ۳۵۸ میلیونه ډالرو ته راکمه شوې ده.

د پاکستان د سوداګرۍ پراختیا ادارې د شمېرو له مخې، ډیپلوماتیکو هڅو پای ته رسیدو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د مهمو سرحدي لارو د تړلو دوام، چې تورخم، چمن، خرلاچي، غلام‌خان او انګور اډه پکې شامل دي، د سوداګرۍ د دې بې‌ساري کمښت اصلي لاملونه دي.

د اسلام‌اباد چارواکي ټینګار کوي چې تر هغه وخته به سوداګریزې اړیکې عادي حالت ته ونه ګرځي، څو په افغانستان کې واکمن حکومت د ترهګرو ډلو پر وړاندې اغېزمن اقدامات نه وي کړي.

په همدې حال کې، د افغانستان ترانزیټي سوداګرۍ هم سخت زیان لیدلی دی.

 په تېرو کلونو کې د افغانستان د ترانزیټي سوداګرۍ لپاره د کانټینرونو شمېر شاوخوا ۸۹ زره و، چې ارزښت یې ۵ میلیارد ډالرو ته رسېده؛ خو په وروستي مالي کال کې دا شمېر یوازې ۱۱ زره او ۵۹۲ کانټینرونو ته راټیټ شوی، چې ارزښت یې ۳۶۷ میلیونه ډالره ښودل شوی دی.

د سرحدونو اوږدمهاله تړل کېدو د صنعت، کرنې او ترانسپورټ بېلابېلو برخو ته درانه زیانونه اړولي دي.

افغانستان ته د پاکستان د درملو صادرات، چې د ۲۰۲۳–۲۰۲۴ مالي کال په اوږدو کې نږدې ۱۳۰ میلیونه ډالرو ته رسېدل، له سخت کمښت سره مخ شوي او په دې توګه، پاکستان خپل هدفي بازار له لاسه ورکړی دی.

همداراز، د کچالو او سبزیجاتو د لسګونو لاریو د ورځنیو صادراتو درېدلو د پاکستان دننه د کچالو کرکېله ۵۰ سلنه کمه کړې او په کورني بازار کې یې د بیو د راټیټېدو لامل شوې ده.

د خیبر پښتونخوا د سوداګرۍ خونو استازو، په دغه ایالت کې د لوړو لوژستیکي لګښتونو په یادولو سره، د خوندي سرحدونو، قانوني سوداګرۍ او د دوامدارو حل‌لارو د رامنځته کولو غوښتنه کړې ده، څو د سیمې د اقتصادي انزوا مخه ونیول شي.

خو په مقابل کې، په پېښور کې ځینې نور سوداګر او اقتصادي فعالان په دې باور دي چې د پاکستان ملي امنیت تر څو سوه میلیونه ډالري سوداګرۍ ډېر اهمیت لري.

د دوی په وینا، تر هغه چې امنیتي اندېښنې په بشپړ ډول نه وي هوارې شوې، سوداګریزو مسایلو ته باید پر امنیت لومړیتوب ورنه کړل شي.