د اسرائیلو رژيم د اوربند د سریزو خلاف ورزۍ کوي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i166610-د_اسرائیلو_رژيم_د_اوربند_د_سریزو_خلاف_ورزۍ_کوي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان د کورنیو چارو وزیر «احمد الحجار»وویل:د اسرائیلو رژيم د اوربند د سریزو خلاف ورزۍ کوي.
(last modified 2025-11-01T06:49:58+00:00 )
Nov 01, 2025 10:59 Asia/Kabul
  • د اسرائیلو رژيم د اوربند د سریزو خلاف ورزۍ کوي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان د کورنیو چارو وزیر «احمد الحجار»وویل:د اسرائیلو رژيم د اوربند د سریزو خلاف ورزۍ کوي.

هغه د لبنان ملي واکمنۍ او د خپلې فیصلې خپلواکۍ ته د بیروت په پاې بندۍ باندې ټینګار سره وویل: لبنان ژمن دی چې د حکومت واکمنۍ په خپلو وسونو باندې تکیې سره په ټول هیواد کښې پراخه کړي.

احمد الحجار د لبنان د ملي ثبات له ساتلو او له هیواد څخه په ملاتړ کښې د لبنان د پوځ په چورلیزي رول ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د هیواد وسله وال ځواکونه د حکومت د دفاعي او د امنیتي سیاستونو د اجرا کولو اصلي ستنه ده.

د لبنان د کورنیو چارو وزیر «احمد الحجار» د لبنان په هکله د صهیونیسټ رژیم په کړچار باندې نیوکې سره ډاګینه کړه:د اوربند سریزې نه دي رعایت شوي او اسرائیلو په ځلونو د اوربند د سریزو خلاف ورزیانې کړي دي.

صهیونیسټ رژيم د روان میلادي کال د اکتوبر د میاشتې په لومړۍ نیټه په لبنان باندې خپل تیري له سره پیل کړل.

دغه رژیم دوه میاشتې مخکې د امریکا په مینځګړیتوب سره له لبنان سره د اوربند موافقه لاسلیک کړي وه.

د دغه موافقې پراساس د صهیونیسټ رژيم پوځیان باید په شپیتو ورځو کښې د لبنان له جنوب څخه وتلې خو دغه رژیم د نړیوالو قوانینو پرخلاف خپل پوځیان په دغه سیمه کښې په پینځو سټراټيژیکو موقعیتونو کښې ساتي او له هغه ځاې ونه وتل.

د صهیونیسټ رژیم پوځ د اوربند د موافقې له لاسلیک کیدا راهسې تراوسه په زرګونو ځله د اوربند خلاف ورزیانې کړي دي.