د آزادې غیږنیونې د ځوانانو امیدملی ټیم ویاړمن بریالیتوب دې مبارک وي
پارس ټوډې- د ایران د ځوانانو امید ملی ټیم د ۴ سرو زرو، ۱ سپینو زرو او ۴ برونزو مډالونو په ګټلو سره د ټیمونو په عمومي درجهبندۍ کې له روسیې او امریکا څخه مخکې شوی دی.
پارس ټوډې- د ایران د اسلامی انقلاب معظم رهبر، آیتا... سیدمجتبی حسيني خامنهای، د ا مریکا د آزادې غیږ نیونې د نړیوالو سیالیو په دوام کې د ایران د ځوانانو امید ملی ټیم د ویاړمنې بریا په مناسبت دغه ویاړمن ټیم او دهغو مربیانو ته په پیغام کې د ایران د غېږنیونې د ځوانانو لوبډلې، روزونکو، مدیرانو او د ایران ملت ته مبارکي ویلې ده.
په پیغام کې ویل شوي چې د ایران د ۲۳ کلنو ځوانانو د امید ملي لوبډلې اتلولي او د ۹ مډالونو ترلاسه کول د مدیرانو د پلان جوړونې، د روزونکو د هڅو او د ځوانو لوبغاړو د نه ستړې کېدونکو هڅو پایله ده. په همدې خاطر دغو ټولو قدردانو ته د زړه له کومې مبارکي وایم .
د ایران د ځوانانو امید ملی ټیم د ۴ سرو زرو، ۱ سپینو زرو او ۴ برونزو مډالونو په ګټلو سره د ټیمونو په عمومي درجهبندۍ کې له روسیې او امریکا څخه مخکې شوی دی.