داسې هیواد چې خپلواکۍ نلري نو هیڅ شی نلري
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي شورا مشر «محمد باقر قالیباف» په دې خبرې سره چې د لړم د میاشتې ۱۳ نیټه نه یوازې یوه تاریخي پیښه بلکې یو جاري حقیقت دی وویل:د لړم د میاشتې دیارلسمه نیټه داسې ورځ ده
چې زمونږ ملت په لوړ او یو هیړ غږ سره د تل لپاره وویل هیڅکله سلطه نه منو او حتما به له سلطه ګر، استکبار او مستکبر سره مبارزه وکړو.
د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف نن په تهران کښې د لړم د میاشتې د دیارلسمې نیټې په لاریون او د لاریون کونکو په ټول کښې وویل کاملا روښانه ده څرنګه چې د خارجي ارتباطاتو بنسټ د ملي ګټو پراساس دی بې شکه زمونږ ایران هم نشي کولای په خپلو خارجي مسائیلو کښې ملي ګټو ته پام ونکړي او د ملي ګټو اصلي رکن خپلواکۍ ده.
هغه وویل داسې هیواد چې خپلواکۍ نلري هیڅ شی نلري ، نه ملي عزت لري، نه ملي اعتبار لري او نه ملي قدرت او نه پایداره پرمختګ لري.
د ایران د اسلامي شورا مشر قالیباف وویل د لړم د میاشتې په دیارلسمه نیټه د ایران د هغه وخت ظالم باچاهي رژیم حضرت امام خمیني رحمت الله علیه ترکیې او عراق ته جلاوطن کړ یعني زمونږ کار له لومړیو څخه له استکبار سره مبارزه کول و، په هغه وخت کښې زمونږ زده کونکو جدي مبارزاتي رول درلود او په سپیڅلي دفاع وخت کښې زمونږ دغه زده کونکي او محصیلین وو چې د دښمانانو په مقابل کښې ودریږي، داسې پرګنه وه چې هم یې ډیر شهیدان یې انقلاب ته وړاندې کړل او هم یې د هیواد خپلواکۍ او عزت وساته.
د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف زیاته کړه د دیارلس سوه اته پنځوسم هجري لمریز کال د لړم د میاشتې په دیارلسمه نیټه د اسلامي انقلاب له بریالیتوب وروسته دریمه پیښه چې وشوه د امریکا د جاسوسۍ د ځالې نیول وو او کله چې د جاسوسۍ ځاله ونیول شوه په واضح ډول د اسلامي انقلاب د نسکورولو لپاره په ایران کښې د امریکا د دسیسې او د جنایت او د دوې د دسیسو ژوروالی په سندونو او مدرکونو سره روښانه شو.
هغه وویل دولس ورځنی جنګ زمونږ لپاره یادونه کوي چې امریکا او د دښمانانو څیره بدله شوه او د هغوې رودې بدلې شوي دي خو د ایران او د ایران د ملت په هکله استکباري خوی ، وحشي توب ، جنایتکارۍ او دښمنۍ یو ثابت اصل دی او هغه بدل شوی نه دی.