د فلسططین له حماس غورځنګ سره د اسرائیلو پټې خبرې شوې
https://parstoday.ir/ps/news/event-i166846-د_فلسططین_له_حماس_غورځنګ_سره_د_اسرائیلو_پټې_خبرې_شوې
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژيم رسنیو راپور ورکړ «تل اویو» د قطر او د مصر د مینځګړو له لارې د فلسطین له حماس غورځنګ سره په خبرو بوخت دی چې په دوه زره څوارلسم میلادي کال جنګ کښې د صهیونیسټي پوځي «هدار ګولډن» د مړي د سپارلو په بدل کښې د حماس غورځنګ د لسګونو ځواکونو د وتلو لپاره چې په رفح سیمه کښې په یوه ټونل کښې کلابند شوي دي یوه امنه لاره برابره کړي.
(last modified 2025-11-06T08:46:20+00:00 )
Nov 06, 2025 12:55 Asia/Kabul
  •  د فلسططین له حماس غورځنګ  سره د اسرائیلو پټې خبرې شوې

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژيم رسنیو راپور ورکړ «تل اویو» د قطر او د مصر د مینځګړو له لارې د فلسطین له حماس غورځنګ سره په خبرو بوخت دی چې په دوه زره څوارلسم میلادي کال جنګ کښې د صهیونیسټي پوځي «هدار ګولډن» د مړي د سپارلو په بدل کښې د حماس غورځنګ د لسګونو ځواکونو د وتلو لپاره چې په رفح سیمه کښې په یوه ټونل کښې کلابند شوي دي یوه امنه لاره برابره کړي.

د صهیونیسټ رژيم یولسم ټیلي ويژن وویل تل اویو د سیمې د مینځګړو له لارې له حماس غورځنګ سره پټې خبرې پیل کړې دي.

د اسرائیلو د پوځ مشر «ایال زامیر» د روانې اونۍ په پیل کښې د دغه ټونل په هکله ځانګړي غونډه وکړه او ویې ویل له دغه ټونل څخه د حماس غورځنګ د ځواکونو وتل یوازې د وژل شوي پوځي ګولډن د مړي د سپارلو په بڼه کښې ممکن وي.

په دغه غونډې کښې دغه راز وټاکل شوه چې له دغه ټونل څخه خارج شوي کسان باید بې وسلې شي.

د اسرائیلو رژیم امنیتي سرچینو ټینګار کړی چې د وژل شوي پوځي مړی په همدغه ټونل کښې دی او پوځ په دغه ټونل له حملې ډډه کړې ده چې د مړي د اثارو د احتمالي له مینځه تلو مخنیوی وشي.