پوتین د افغانستان د پرمختګ لپاره د سیمه ییزو همکاریو هرکلی وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/event-i167154-پوتین_د_افغانستان_د_پرمختګ_لپاره_د_سیمه_ییزو_همکاریو_هرکلی_وکړ
په کرملین کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د قزاقستان د ولسمشر قاسم جومارت توقایف ترمنځ د «سترې هراړخیزې ستراتیژیکې همکارۍ او مشارکت سند» په رسمي مراسمو کې لاسلیک شو.
(last modified 2025-11-14T01:47:14+00:00 )
Nov 14, 2025 06:14 Asia/Kabul
  • پوتین د افغانستان د پرمختګ لپاره د سیمه ییزو همکاریو هرکلی وکړ

په کرملین کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د قزاقستان د ولسمشر قاسم جومارت توقایف ترمنځ د «سترې هراړخیزې ستراتیژیکې همکارۍ او مشارکت سند» په رسمي مراسمو کې لاسلیک شو.

دا سند به د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي، سیاسي او پراختیايي اړیکې پیاوړې کړي او د اوږدمهالو سیمه‌ییزو پروژو لپاره زمینه برابره کړي.

ولسمشر توقایف له دې وړاندې اعلان کړی وو چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي او شریکو هېوادونو په ملاتړ، د دوامدارې پراختیا سیمه‌ییز مرکز په الماتي ښار کې پرانیستل شوی دی. د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوترش، هم د دې مرکز د پرانیستې په مراسمو کې ګډون کړی وو.

ولسمشر توقایف د سند د لاسلیک په مراسمو کې وویل:

«قزاقستان د افغانستان د خلکو ملاتړ ته ژمن دی، د بشري مرستو، تعلیمي پروژو، سوداګرۍ پراختیا او د خوړو د امنیت د نوښتونو له لارې.»

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم د دې مرکز د جوړېدو هرکلی وکړ او دا یې د سیمه‌ییزو همکاریو د پیاوړتیا او په افغانستان کې د دوامدار پرمختګ د ملاتړ لپاره یو مهم ګام وباله. هغه ټینګار وکړ چې روسیه به د هر هغه ګډ نوښت ملاتړ کوي چې د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د افغانستان د اقتصادي او بشري وضعیت د ښه والي لامل شي.