د ایران اسلامي جمهوریت به هیڅکله ګواښ او زور ته تسلیم نشي
Nov 15, 2025 03:53 Asia/Kabul
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت دائمي استازي او سفیر «امیر سعید ایرواني» ټینګار وکړ: ایران به هیڅکله ګواښ او زور ته تسلیم نشي، زمونږ ځواب یوازې احترام، د قانون پاې بندۍ او برابرۍ ته دی او پوځي تیری او اقتصادي ټروریزم به هیڅکله ایران مجبوره نکړي چې له خپلو جایزو حقوقو تیر شي.
هغه پرون د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کښې په یوې وینا کښې د یوه راپور د وړاندې کولو په دلیل د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د مشر رافائل ګروسي مننه وکړه او ویې ویل سره له دې دا ډول راپورونه باید تل حرفه اي، د حقیقت پراساس او له هر ډول سیاسي اغیزمنلو پرته پاتې وي؛ ځکه چې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس اعتبار په کامل ډول د هغه له بې پلویتوب سره اړونده دی.
ټیګونه