د ایران اسلامي جمهوریت په ماتي محکومو خبرو کښې ګډون نه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i167320-د_ایران_اسلامي_جمهوریت_په_ماتي_محکومو_خبرو_کښې_ګډون_نه_کوي
ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی د ایران د بهرنیو چارو د سیاسي او د نړیوالو مطالعاتو د مرکز مشر او د وزیر مرستیال «خطیب زاده» دې ته په اشارې سره چې مونږ به د جنګ د تکرار د مخنیوي لپاره خپله ټوله هڅه وکړو وویل:
(last modified 2025-11-18T12:38:49+00:00 )
Nov 18, 2025 11:34 Asia/Kabul
  • د ایران اسلامي جمهوریت په ماتي محکومو خبرو کښې ګډون نه کوي

ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی د ایران د بهرنیو چارو د سیاسي او د نړیوالو مطالعاتو د مرکز مشر او د وزیر مرستیال «خطیب زاده» دې ته په اشارې سره چې مونږ به د جنګ د تکرار د مخنیوي لپاره خپله ټوله هڅه وکړو وویل:

مونږ کوشش کوو چې د امریکا او د اسرائیلو سټراټيژیکه محاسبه بدله کړو؛ ایران اسان هدف نه دی،هماغه ډول چې په دولس ورځو کښې یې  د یرغلګرو په وړاندې خپله ملي دفاع وکړه.

هغه د امریکا له سي این این ټیلي ويژن سره په مرکه کښې د ایران او د امریکا ترمینځ د خبرواترو د وروستي حالت په هکله خبرې وکړې.

د ایران د خارجه وزارت د سیاسي او د نړیوالو مطالعاتو د مرکز مشر او د خارجه  وزیر مرستیال «سعید خطیب زاده»وویل مقابل لوری(امریکا) باید د خبرو اترو یعنې د راکړې ورکړې منطق ومني.

هغه زیاته کړه معلومه ده چې د ایران او د امریکا د ولسمشر ټرامپ د حکومت ترمینځ زیاته بې اعتمادۍ شته.

خطیب زاده وویل په حقیقت کښې چینلونه زیات دي خو د پام وړ پیغامونه کم دي چې وکولای شو په هغو باندې کار وکړو.مشکل دا دی چې مقابل لوری تراوسه د یوې حقیقي او  نتیجه محوره خبرو اترو لپاره نه دی چمتو او مونږ نشو کولای داسې خبرو ته ورګډ شو چې په ماتي محکومې وي او په نهایت کښې د یوه بل جنګ لپاره پلمه ووسي.

پر دې اساس که چیرې مقابل لوری د خبرو اترو یعني د راکړه ورکړه منطق ومني او خپل ځینې توهمات څنګ ته کړي او هغه څه ته چې ونه توانید د پوځي کمپاین له لارې یې لاس ته راوړي له سیاسي او ډيپلوماټیک اوزار څخه د استفادې لپاره خپل پلان ختم کړي هغه وخت کولای شو د اسلامي انقلاب د ستر لارښود د فرمایشاتو په چوکاټ کښې مخ ته لاړ شو.

د ایران دغه چارواکي وویل په ایران کښې د یورانیمو د پخولو په کامل ډول بندول یا له خپلو لومړیو حقونو څخه د ایران د محرومولو لپاره هڅه د منلو وړ نه ده.

خطیب زاده وویل د ایران سوله ئیز اټومي پروګرام د بندیدا وړ نه دی هو زمونږ بیخ بنایانو او تجهیزاتو د امریکا او د اسرائیلو په حملو کښې تاوان لیدلی خو زمونږ اټومي پروګرام د ایران په ځاي ټیکنالوژۍ تکیه لري چې په ټول هیواد کښې تیت پرک دی؛ داسې هیواد چې نوي(۹۰) میلیونه نفوس لري او یو اعشاریه شپږ  میلیونه کلومیټره پراختیا لري داسې هیواد نه دی چې په هغه باندې بمباریانې وشي او داسې فکر وکړي چې هر څه له مینځه ځي.دا علم ، پوهه او مهارت دی چې مونږ یې لرو او د هغه ساتنه به وکړو.