د ایرلنډ هوايي شرکت د تل ابیب لپاره ټولې الوتنې لغوه کړې
یو ایرلنډي هوائي شرکت د غزې په اړه د صهیونیستي رژيم د روانې نسل وژنې په دلیل دتل ابیب په لور خپل ټول هوائي الوتونه حذف کړي دي .
د «عربي ۲۱» په وینا، د ایرلنډ ارزان بیه هوائي شرکت رایان ائېر په خپلې ویبپاڼې کې د اسرائيلو تل ابیب د خپلو الوتنو له لسټه ایستلی دی؛ دا پرېکړه پر غزې تړانګې د صهیونیسټي رژيم د درې کاله پرلهپسې جګړې او نسلوژنې په بوږنونکي پړاؤ کې شوې ده.
د «یروشلم پُست» د راپور له مخې، دغه شرکت چې مخکې ئې د خرابو امنیتي شرایطو له امله الوتنې ځنډولې وې، په تازه مهالویش کې ئې تل ابیب د خپلو الوتونو له مقصده بشپړ لیرې کړی دی.
د ۲۰۲۳ کال داکتوبر له ۷ راهیسې، صهیونیسټي رژيم د امریکا په بشپړ او مستقیم ملاتړسره ، د نړیوالو غوښتنو او د نړیوالې محکمې د فیصلو په خلاف، د غزې تړانګې پر بې څوکه او مظلومو خلکو پراخه نسل وژنه تپلې او په بې آمانه بمباریو او حملو سره ئې په دغې سیمې کې د ودانیو په کنډوالو بدولو ته ته دوام ورکړی دی.
د دې یرغل په پایلې کې کابو ۲۳۹ زره فلسطینیان وژل شوي یا ټپیان شوي چې ډېری ئې ښځې او ماشومان دي.
پر دې سربېره ، کابو ۱۱ زره کسان بې درکه شوي او د هغوی برخلیک معلوم نه دی. سلګونه زره خلک بېکوره شوي او سختې قحطئ او لوږه په تیره بیا د لسګونو زره ماشومانو ژوند ګواښي
رایان اېئر د جګړې له پیلېدو راهیسې درې ځله خپلې الوتنې ځنډولې دي. وروستی ځنډ هغه وخت شوی چې د دیمن مبارز ولسی غورځنګ انصارا... لخوا له ویشتل شوي توغندي د یروشلم بن ګوریون هوایي ډګر سره نږدې لګېدلي دي.
تمه کېده چې دغه هوائي شرکت په اکتوبر کې الوتنې بیا پیل کړي.
مخکې رایان ائېر د بن ګوریون هوايي ډګر د ټرمینل ۱ د کارولو اجازه ترلاسه کړې وه، خو وروسته د اسراییلو د هوايي ډګرونو ادارې خپله پرېکړه لغوه کړه او له ملګرتیا ئې ډډه وکړه. او رایان ائير هوائي شرکت د تل ابیب نامه د خپلو الوتنو له لیسټه حذف کړې ده.