د نیویارک د َښاروال ظهران ممداني به هره ممکنه مرسته وکړو
https://parstoday.ir/ps/news/event-i167498-د_نیویارک_د_َښاروال_ظهران_ممداني_به_هره_ممکنه_مرسته_وکړو
زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا د نیویارک نوي ښاروال ظهران ممداني په سپینه ماڼۍ کښې له ولسمشر ډونالډ ټرامپ سره کتنه کړې ده.
(last modified 2025-11-22T02:32:09+00:00 )
Nov 22, 2025 04:36 Asia/Kabul
  • د نیویارک د َښاروال ظهران ممداني به هره ممکنه مرسته وکړو

زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا د نیویارک نوي ښاروال ظهران ممداني په سپینه ماڼۍ کښې له ولسمشر ډونالډ ټرامپ سره کتنه کړې ده.

ټرامپ وویل چې ما د نیویارک له ښاروال ظهران ممداني سره په کتنه کښې د ګډو چارو په هکله د نظر تبادله کړې ده.

د امریکا ولسمشر ټرامپ وویل چې مونږ به د نیویارک د نوي ښاروال ظهران ممداني هر ډول مرسته وکړو.

ټرامپ زیاته کړه ظهران ممداني چې څومره د نیویارک چارې په ښه ډول مخ ته بوځي نو زه به هغومره خوشحال وم.

د امریکا ولسمشر ټرامپ زیاته کړه هیله ده چې د نیویارک نوی ښاروال ظهران ممداني به ځینې زوړپاله کسان حیرانه کړي.

د امریکا ولسمشر ټرامپ وویل د نیویارک نوی ښاروال به د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو ونیسي او که نه په دې هکله مو هیڅه خبره ونکړه.

د امریکا ولسمشر ټرامپ چې یو ډیر دروغجن او سرزوری سړی دی او د اسرائیلو ډیر سخت ملاتړ کونکی دی وویل چې د غزې تړانګې د دايمي امن لپاره د حماس غورځنګ په بې وسلې کولو ټینګار کوو.

هغه وویل چې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي به د اوکراین د امن وړاندیز تائید کړي او زلنسکي به د امریکا ترملاتړ لاندې د اوکراین د امن وړاندیز خوښ کړي.