ایران په تېره اونۍ کې
https://parstoday.ir/ps/news/event-i167526-ایران_په_تېره_اونۍ_کې
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر «مسعود پزشکيان»، په ایران کې د عربي متحده اماراتو د نوي سفیر «خالد عبدالله بالهول» د باورلیک وړاندې کولو په رسمي مراسمو کې وویل: اسلامي هېوادونه کولای د ورورګلوي اړیکو، همغږۍ او همپالنې له لارې د سیمې د آرامۍ، سولې، اقتصادي پرمختګ او تلپاتې امنیت زمینه برابره کړي.
(last modified 2025-11-22T09:14:50+00:00 )
Nov 22, 2025 13:36 Asia/Kabul
  • ایران په تېره اونۍ کې

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر «مسعود پزشکيان»، په ایران کې د عربي متحده اماراتو د نوي سفیر «خالد عبدالله بالهول» د باورلیک وړاندې کولو په رسمي مراسمو کې وویل: اسلامي هېوادونه کولای د ورورګلوي اړیکو، همغږۍ او همپالنې له لارې د سیمې د آرامۍ، سولې، اقتصادي پرمختګ او تلپاتې امنیت زمینه برابره کړي.

ولسمشر پزشکيان ټینګار وکړ: تمه دا ده چې اسلامي امت، د ورورګلوۍ تړون، د هر ډول اختلاف او جګړې پر ځای راولي. اسلامي حکومتونه کولای شي په صمیمي خبرو اترو او په بېلابېلو برخو کې هر اړخیزو اړیکو سره، دا مهم هدف ترلاسه کړي.

په ایران کې د عربي متحده اماراتو نوي سفیر هم په دې کتنه کې وویل: د دوه اړخیزو اړیکو په ځانګړې ډول اقتصادي برخه کې پر جدي پیاوړتیا ټینګار لرو؛ په داسې ډول چې دا اړیکې د دواړو هېوادونو د مشرانو رضایت او د تلپاتې او ګټورو همکارۍ لوړتیا راولي.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر «مسعود پزشکيان»، په ایران کې د عمان د نوي سفیر «سید یعرب بن قحطان بن ناصر البوسعیدي» د باورلیک ترلاسه کولو په مراسمو کې وویل: د ایران او عمان تعاملات، اړیکې او همکارۍ په لوړه کچه  کې دي او د دې همکاریو پر لا ژوروالي، پیاوړتیا او پراختیا ټینګار لرو.

پزشکيان د ایران او عمان د دوو ملتونو ژورو اړیکو باندې په ټینګار سره وویل: د عمان ملت خپل وروڼه ګڼو، که له عقیدوي پلوه، که له ګډ تاریخ پلوه او که د ګاونډیتوب د ژورو اړیکو او باور له امله، او ډاډه یو چې د دواړو هېوادونو اړیکې به لا هم په قوت، استحکام او راتلونکي لید سره دوام ومومي.

په دې مراسمو کې، په ایران کې د عمان نوي سفیر «سید یعرب بن قحطان بن ناصر البوسعیدي» هم وویل: د عمان سلطان تل له ایران سره اړیکو ته ځانګړی پام لري او د دې دوست، ګاونډي او ورور هېواد لپاره د آرامۍ، ثبات، سولې او پرمختګ هیله لري.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر «مسعود پزشکيان»، په ایران کې د ګانا د نوي سفیر «مکاریوس آکینبیناب آکانبونګ» د باورلیک ترلاسه کولو په مراسمو کې وویل: ایران او ګانا دوه دوست هېوادونه دي چې پخوانۍ، صمیمي او پر متقابل احترام ولاړې اړیکې لري.

پزشکيان یادونه وکړه: د ایران او ګانا ګډې د اقتصادي کمېټې  پر فعالولو ټینګار لرو او غواړو د دواړو هېوادونو اړیکې په ځانګړې ډول په اقتصادي، سوداګریزو او پانګونې برخو کې پراخې کړو.

په دې مراسمو کې د ګانا نوي سفیر هم په تهران کې د خپل ماموریت له پیل څخه خوښي څرګنده کړه او روښانه یې کړه: ګانا غواړي له ایران سره تعاملات ژور کړي.

د ایران د ولسمشر لومړی مرستیال «محمدرضا عارف» چې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د لومړي وزیرانو د ۲۴مې غونډې د ګډون لپاره مسکو ته تللی وو، د روسیې له لومړي وزیر «میخائیل میشوستین» سره لیدنه او خبرې اترې وکړې.

عارف چې د یوه سیاسي او اقتصادي پلاوي په مشرۍ مسکو ته تللی وو، په دې کتنه کې له روسیې سره د اړیکو پیاوړتیا لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت پر ارادې ټینګار وکړ.

د روسیې لومړي وزیر هم په دې کتنه کې د شمال - جنوب کریډور د اوراسیا سیمې لپاره ستراتیژیکه لاره وبلله او د مالونو د ټرانزیټ پیاوړي کولو او اړینو زیربناوو بشپړولو باندې ټینګار وکړ.

میشوستین په دې بیان سره چې روسیه غواړي د ایران له اسلامي جمهوریت سره د ګاونډیتوب اصولو له مخې اړیکې پیاوړې کړي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د جامع ستراتیژیک تړون لاسلیک ته یې اشاره وکړه او د دې تړون په چوکاټ کې د موافقو پر جدي پلي کولو یې ټینګار وکړ.

د شانګهای همکارۍ سازمان د لومړي وزیرانو ۲۴مه غونډه په مسکو کې جوړه شوه. ایران، روسیه، بلاروس، چین، هند، قزاقستان، قرغیزستان، پاکستان، تاجکستان او ازبکستان د دې سازمان غړي دي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر «سید عباس عراقچي»، د خزر سمندرګي هېوادونو د ساحلي ولایتونو واليانو د لومړنۍ غونډې په خبري کنفرانس کې وویل: دا غونډه له ګاونډیانو سره د ایران د ښه ګاونډیتوب سیاست د خپرولو په موخه په خزر کې جوړېږي.

عراقچي د دې په بیان سره چې له ګاونډیانو سره د ایران اړیکې د پرمختګ په لاره کې دي، زیاته کړه: د خزر سمندرګي له هېوادونو سره د اړیکو پراختیا د تهران لپاره ځانګړی اهمیت لري.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: بل لور ته ښې وړتیاوې شته لکه ټرانزیټي لارې، په انرژۍ، ګرځندوی او سوداګرۍ برخو کې همکاري، او په داسې غونډو کې د واليانو شتون له دوی سره مرسته کوي چې د یو بل له ظرفیتونو خبر شي او لا زیات ترې ګټه واخلي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي همدارنګه، د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره په ټلفوني اړیکه کې، د دوه اړخیزو، سیمه ییزو او نړیوالو وروستیو بدلونونو په اړه خبرې اترې وکړې. عراقچي د اټومي انرژۍ له نړیوال آژانس سره د ایران د اسلامي جمهوریت د دوامداره همکارۍ او د ځینو لوېدیځو هېوادونو ادعايي اسنپ‌بک ردولو ته په اشارې سره روښانه کړه: آژانس باید بې پرې پاتې شي او له هغو اقداماتو ډډه وکړي چې کړکېچ زیاتوي.

دواړو لورو د حکامو شورا راتلونکې غونډې ته په اشارې سره، د ایران اټومي پروګرام پر سوله ییز والي د ټینګار ترڅنګ، د دریځونو پر همغږۍ او ګډو همکاریو موافقه وکړه.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر«سید عباس عراقچي»، په خپل ایکس حساب کې لیکلي: لکه څنګه چې په غبرګولي میاشتې کې ډیپلوماسي د اسرائیلو او امریکا له خوا تر برید لاندې راغله، «د قاهرې تړون» هم د امریکا او درېیو اروپايي هېوادونو له خوا ووژل شو.

عراقچي لیکلي: هغه ناسم او شرموونکی بهیر چې موږ یې دې نقطې ته راوستو، دا ډول دی: کله چې موږ د اټومي خبرو اترو شپږم پړاو ته نژدې وو، ناڅاپه صهیونیسټي رژیم او بیا امریکا پر ایران برید وکړ. کله چې وروسته له هغه، ایران د مصر په منځګړیتوب او پر اټومي تاسیساتو له بمبارۍ سره سره، په قاهره کې د اټومي انرژۍ له نړیوال آژانس سره د څارونکو د بیا پیل تړون لاسلیک کړ، درېیو اروپايي هېوادونو د امریکا تر فشار لاندې د امنیت شورا بندیزونو پلي کولو هڅه وکړه.

عراقچي روښانه کړه، کله چې ایران د آژانس څارونکو لپاره د اټومي تاسیساتو لاسرسی برابرول پیل کړ او دا بهیر یې له هغو سایټونو پیل کړ چې د غبرګولي او چنګاښ بریدونو کې نه وو بمبار شوي، امریکا او درېیو اروپايي هېوادونو یو لاس شول ترڅو ایران په حکامو شورا کې محکوم کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په خپل حساب کې لیکلي: اوس د ټولو لپاره څرګنده ده: دا ایران نه دی چې نوی کړکېچ غواړي. زموږ ښه نیت نه درک کوي. درې اروپايي هېوادونه او امریکا کړکېچ غواړي او دوی ښه پوهېږي چې د قاهرې تړون رسمي پای، د دوی د تحرکاتو مستقیمه پایله ده.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه په یوه بیانیه کې اعلان وکړ چې د اټومي انرژۍ نړیوال آژانس د حکامو شورا تصویب شوې قطعنامه، چې د امریکا، آلمان، فرانسې او انګلستان په فشار سره پر غړو هېوادونو تحمیل شوې، غیرقانوني او ناسم ګڼي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند «اسماعیل بقايي» د حکامو په شورا کې د ایران ضد قطعنامې صادرولو په غبرګون کې وویل: په رسمي لیک کې آژانس ته خبر ورکړل شو چې زموږ په نظر هغه تفاهم چې د قاهرې تفاهم نومېږي او د ایران په ښه نیت او نسبتاً اوږدو خبرو سره له آژانس سره ترلاسه شوی وو، اوس لغو ګڼل کېږي او نور اقدامات هم په پام کې دي.

بقايي زیاته کړه: په حکامو شورا کې د ایران ضد قطعنامې صادرول، د ایران اټومي موضوع په اړه د امریکا او درېیو اروپايي هېوادونو د شخصي موخو د پرمخ بیولو لپاره د یو نړیوال نهاد ښکاره ناوړه ګټه اخیستنه ده. یو بشپړ غیرمسؤولانه او ناسم اقدام چې حتی د آژانس او امنیت شورا معیارونه او کاري طرزالعمل یې هم له پامه غورځولی.

په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي او سفیر «امیرسعید ایرواني» په امنیت شورا کې د غزې په اړه د امریکا قطعنامې تصویب په غبرګون کې وویل: ایران اسلامي جمهوریت بیا ټینګار کوي چې دا قطعنامه او د هغې میکانیزمونه باید په داسې ډول تفسیر یا پلي نه شي چې د فلسطیني خلکو بنسټیز حقونه لکه د خپل برخلیک ټاکلو حق او د فلسطین خپلواک دولت جوړول نقض یا کمزوري کړي.

په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي روښانه کړه: ډېرو غړو د دې اندېښنو په څرګندولو سره، په غزه کې د وینې تویېدو او نسل وژنې سمدستي او بنسټیز مخنیوی لپاره، د ښځو او ماشومانو په ګډون د فلسطیني ملکي وګړو د ژوند ساتنې، د تلپاتې اوربند تضمین، پراخو بشري مرستو اسانتیا او د اسرائیلي اشغالګرو ځواکونو بشپړ وتلو په موخه، دې قطعنامې ته مثبتې رایې ورکړې.

ایرواني ټینګار وکړ: د ایران اسلامي جمهوریت بیا ټینګار کوي چې غزه د فلسطین د ځمکې نه جلا کېدونکې برخه ده او د هغې یووالی او ځمکنۍ بشپړتیا باید په بشپړه توګه وساتل شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د قطعنامې په اړه په یوه بیان کې ټینګار وکړ: د دې قطعنامې جوړوونکو په قصدي توګه د ملګرو ملتونو مرکزي رول او حتی د دې سازمان پخوانۍ قطعنامې د فلسطین په موضوع کې له پامه غورځولې دي.

د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې راغلي، د دې قطعنامې ډېری مواد د فلسطین ملت مشروع حقونو سره په ټکر کې دي او د غزې پر سر یو ډول قیمومیت نظام جوړوي، د فلسطین ملت بنسټیز حقونه په ځانګړې ډول د خپل برخلیک ټاکلو حق او د فلسطین خپلواک دولت جوړول چې پلازمېن یې قدس شریف وي، ترې اخلي.

په دې بیانیه کې ټینګار شوی، د ایران اسلامي جمهوریت د صهیونیسټي رژیم له لورې د غزې اشغال ته مشروعیت ورکول، او له واحد فلسطین څخه د غزې جلا کول د فلسطین د خلکو د آرمانونو خلاف ګڼي او د هغې خطرناکو پایلو په اړه خبرداری ورکوي.  

ژباړه: زماني