په غزې کښې د ابوشباب ترهګرې ډلې د ړنګیدا احتمال شته
https://parstoday.ir/ps/news/event-i167590-په_غزې_کښې_د_ابوشباب_ترهګرې_ډلې_د_ړنګیدا_احتمال_شته
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژيم سرچینو راپور ورکړ چې د دغه رژیم د پوځ لوی درستیز او د شاباک جاسوسۍ اداره د ابوشباب ترهګرې ډلګۍ د ړنګولو اراده لري.
(last modified 2025-11-23T10:15:53+00:00 )
Nov 23, 2025 14:41 Asia/Kabul
  • په غزې کښې د ابوشباب ترهګرې ډلې د ړنګیدا احتمال شته

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژيم سرچینو راپور ورکړ چې د دغه رژیم د پوځ لوی درستیز او د شاباک جاسوسۍ اداره د ابوشباب ترهګرې ډلګۍ د ړنګولو اراده لري.

هاارتص صهیونیسټي ورځپاڼې راپور ورکړی د پوځ لوی درستیز «ایال زامیر» د شاباک استخباراتي موسسې په غږملتیا سره حکم ورکړی دی چې په غزې کښې د ابوشباب ترهګرې ډلګۍ فعالیت بند شي او د دغه ډلګۍ غړي د دوې له دیره کیدا سیمو څخه وشړل شي.

د صهیونیسټ رژیم امنیتي موسسه باوري ده چې په وارمخکې پړاو کښې د دغه وسله والې ډلګۍ د فعالیت دوام د دغه رژیم د امنیتي سلطې په لاره کښې یو خنډ دی چې اسرائیل هڅه کوي په نړیواله سویه هغه ته روا والی وربخښي.

هیله کیږي له ابوشباب ډلګۍ د اسرائیلو د رژیم د پوځي ملاتړونو په بندیدا سره دغه ډلګۍ ړنګه شي ځکه چې هغه د فلسطین په ټولنه کښې هیڅ ډول ولسي ملاتړ یا ټولنیز او سیاسي روا والی نلري.

له دې وړاندې په قاهرې کښې یوې امنیتي سرچینې له الزمان خبري سایټ سره په مرکه کښې وویل مصر اسرائیلو ته له سختې لهجې ډک خبرداري ورکړي دي او هغه دا چې له یاسر ابوشباب ډلګۍ ملاتړ بند کړي.

مصر وايي دغه ډلګۍ له داعش سره ملګرتیا لري او سینا دشتې ته وسله قاچاق کوي او که چیرې د صهیونیسټ رژیم ملاتړونه بند نشي نو مصر به له غزې تړانګې سره خپلو سرحدونو ته ډیر پوځي تجهیزات واستوي.

مصر وايي چې ابوشباب ډلګۍ په غزې تړانګه کښې ګډوډۍ رامینځته کړې ده او په دغه سیمه کښې د نوي حکومت د رامینځته کیدا په بهیر کښې خنډونه رامینځته کوي.

مخکې الجزیرې ټیلي ويژن راپور ورکړی و  د صهیونیسټ رژيم پوځ په پټ ډول د کابو درې منظمو او مالي تامین شویو ډلو شتون په غزې کښې د نفوذ په هدف او د حماس او د جهاد اسلامي ډلو د ځواکونو د تعقییبنولو په هدف سره منلی.

د صهیونیسټ رژيم کورنۍ استخباراتي اداره شاباک د دغه وسله والو ډلو په فعالیتونو څارنه لري او د دوې په قومندانانو باندې سربیره د جنګیالیو په جذبولو کښې هم نیغ په نیغه رول لوبوي.