د بیلاروس هیواد پرضد نوي بندیزونه د لګیدا په حال کښې دي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اروپا د کمیسیون مشرې «اورسولافون ډرلاین» د لیتوانیا هیواد هوايي حریم ته له بیلاروس هیواد څخه د قاچاقي شیانو د بالونونو د ورتلو زیاتیدا ته په اشارې سره ټینګار وکړ
چې اروپايي اتحادیه دغه موضوع ته په غبرګون کښې د مینسک پرضد د نویو بندیزونو د چمتو کولو په حال کښې ده.
فون ډرلاین د لیتوانیا له ولسمشر «ګیتاتاس ناوسدا» سره له کتنې وروسته په یوه ګډ خبري کانفرنس کښې په دې خبرې سره چې د قاچاقي شیانو د لیږدونکو بالونونو د شمیر د زیاتیدا په دلیل له بیلاروس سره د دغه هیواد په سرحد کښې حالت په خرابیدا دی وویل لیتوانیا ته د دغو بالونونو استول د دغه هیواد په هوايي حریم باندې ښکاره تیری دی.
هغې دغه راز د دغه بهیر دوام د نه منلو وړ وباله او ټینګار یې وکړ: لیتوانیا د اروپايي اتحادیې له بشپړه پیوستون څخه برخوره ده.
د لیتوانیا ولسمشر «ګیتاناس ناوسدا» هم په دغه ګډه خبرې ناسته کښې خپل هیواد ته د قاچاقي شیانو د وړونکو بالونونو استول د لیتوانیا پرضد د بیلاروس هیواد «هیبریډي» جنګ وباله او ویې ویل دغه بالونونه په لیتوانیا او ورهاخوا سیمو کښې د غیر پوځي هوانوردۍ لپاره یو ګواښ ګڼل کیږي.