امریکا له عربستان سره له دوو پوځي تړونونو سره موافقت وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/event-i167932-امریکا_له_عربستان_سره_له_دوو_پوځي_تړونونو_سره_موافقت_وکړ
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په سعودي عربستان باندې د پوځي هیلي کوپټرونو د روزنې او د ملاتړ د تجهیزاتو او پرزو د خرڅولو لپاره د یوه میلیارډ ډالرو په ارزښت له پوځي تړون سره موافقت وکړ.
(last modified 2025-12-02T07:34:40+00:00 )
Dec 02, 2025 11:58 Asia/Kabul
  • امریکا له عربستان سره له دوو پوځي تړونونو سره موافقت وکړ

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په سعودي عربستان باندې د پوځي هیلي کوپټرونو د روزنې او د ملاتړ د تجهیزاتو او پرزو د خرڅولو لپاره د یوه میلیارډ ډالرو په ارزښت له پوځي تړون سره موافقت وکړ.

په لومړي تړون کښې تر یوه لاجیسټیک ملاتړ پروګرام لاندې اضافي پرزې او په دوهم تړون کښې د امریکا د پوځ تر څارنې لاندې په بیلابیلو هیلي کوپټرونو سره د پرمختللي الوت د روزنې خدمات شامل دي.

د امریکا دفاع وزارت پینټاګان بیګا وویل چې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت د کابو یو میلیارډ ډالرو په ارزښت په عربستان باندې د پوځي هیلي کوپټرونو د ملاتړ وړ، روزنې او د تجهیزاتو د خرڅولو لپاره له دوو احتمالي دفاعي تړونونو سره موافقت کړی دی.

سپینې ماڼۍ امریکا ته د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان د سفر په وخت ویلي و ولسمشر ټرامپ او محمد بن سلمان د امریکا او د عربستان سټراټيژیکه دفاعي موافقه ایس ډي ای(SDA) لاسلیک کړې ده کومه چې یوه تاریخي موافقه ده او هغه زمونږ څه د پاسه اتیا کلن مشارکت او په مینځني ختیځ کښې دفاع پیاوړي کوي.

دغه بیانیه زیاتوي د امریکا ولسمشر ټرامپ یوه ستره دفاعي بسته تائید کړه چې عربستان ته د ایف پینځه دیرش ډوله جنګي الوتکو ورکول پکښې شامل دي.

ټرامپ دغه موافقه هم  وکړه چې پراساس به یې عربستان د امریکا کابو درې سوه ټانکونه په پیسو واخلي.