جنایتکار اسرائیلي رژیم د لبنان په دوو ښارګیو باندې بریدونه وکړل
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی خبرو سرچینو وویل چې د صهیونیسټ نیواکګر رژیم پوځ د اوربند د خلاف ورزیو په دوام کښې د لبنان په جنوب کښې په دوو ښارګیو باندې ډزې کړي دي.
د صهیونیسټ ظالم او جنایتکار رژيم پوځ د لبنان په جنوب کښې په «بلیدا» او «عیترون» ښارګیو باندې زیاتې ډزې او ګولې ویشتلي دي.
د صهیونیسټ رژيم پوځ پرون هم د لبنان په جنوب کښې په «محرونه» ښارګي کښې په یوه کور باندې هوايي برید کړی و.
د صهیونیسټ رژيم پوځ دغه راز د لبنان په جنوب کښې په «برعشیت» او «المجادل» کښې هم په یوشمیر سیمو باندې بمباریانې کړي دي.
د هغه موافقې چې ټاکل شوې وه د لبنان پرضد د صهیونیسټ رژيم جنګ بند شي یو کال تیريږي خو میداني حقیقت د دغه رژيم د حملو له دوام پرته بل څه نه دی.
صهیونیسټ رژیم چې امریکا ، بریتانیا، فرانسه ، جرمني او نور اروپايي او ځینې عرب هیوادونه لکه متحده عربي امارات، اردن وغیره ورسره مرستې کوي د لبنان ، د فلسطین او د یمن د بې ګناه خلکو پرضد جنایتونو او ظلمونو ته دوام ورکړی دی او هره ورځ بې ګناه خلک شهیدان کوي.