د ټرامپ حکومت امریکا ته په سفر د بندیز فهرست پراخوي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا د کورني امنیت وزیرې «کریسي نئوم» وویل واشنګټن اراده لري امریکا ته د نورو هیوادونو د ښاریزو په سفر د بندیز فهرست څه د پاسه دیرشو هیوادونو ته ورزیات کړي.
هغې وویل زه نه غواړم کوم معلوم شمیر اعلان کړم خو امریکا ته په سفر د بندیز په فهرست کښې به دیرش هیوادونه شامل وي.
د امریکا ولسمشر ټرامپ د هیوادونو د جاجونې دوام ته ژمن دی.
د امریکا ولسمشر ټرامپ د روان میلادي کال په جون میاشت کښې خپل هیواد ته د دولسو هیوادونو د ښاریزو په ورتلو بندیز لګولی و او د اوو نورو هیوادونو د ښاریزو سفرونه یې محدود کړي وو.
ټرامپ ادعا کړې ده چې دغه اقدام د امنیتي ګواښونو او د خارجي ترهګرو په مقابل کښې د حفاظت لپاره ضروري دی.
په دغه بندیز کښې د سیلانیانو، محصیلینو او د تاجرانو په شمول مهاجرین او غیر مهاجرین شامل دي.
د امریکا د کورني امنیت وزیرې «کریسي نئوم»د هغو هیوادونو نومونو ته چې په دغه فهرست کښې ورزیاتیږي کومه اشاره ونکړه.
هغه زیاته کړه که چیرې هغوې کوم باثباته حکومتونه نلري او هیوادونه یې د ځان د ساتلو جوګه نه دي نو ولې باید دغو هیوادونو ته اجازه ورکړو چې ښاریز یې امریکا ته راشي؟