د امریکا ولسمشر میکسیکو ته د نورو زیاتو تعرفو ګواښ وکړ
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ په میکسیکو هیواد باندې د نورو زیاتو تعرفو د لګولو ګواښ وکړ ځکه چې باوري دی دغه هیواد د امریکا له کروندګرو سره ناعادلانه چلند کوي.
ټرامپ په «تروت سوشل» اینټرنیټ پاڼه کښې په یوه پوسټ کښې ولیکل میکسیکو له امریکا سره خپل د اوبو د تړون خلاف ورزۍ کوي او خپلو محصولاتو او څارونیو ته د اوبو د ورکولو لپاره د ټیکساس ایالت د کروندګرو وسونو ته تاوان رسوي.
ټرامپ زیاته کړه چې میکسیکو حاضردمه هیڅ غبرګون نه ښيي او دا زمونږ د امریکا د کروندګرو لپاره چې د دغه د ضرورت وړ د اوبو حقداره دي ډیر نادعالانه کار دی.
د امریکا د ولسمشر ټرامپ د اشارې وړ تړون د «کولراډو» او «ټیخوانا» سیندونو له اوبو څخه استفاده او د «ریوګرانډه» تړون دی چې په نولس سوه څلورڅلویښتم میلادي کال کښې لاسلیک شوی و.