د اوکراین د ولسمشر د رژیم لپاره اپوټه شمیرنې پیل شوي دي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د روسیې یوه لوړرتبه چارواکي «لئونیډ اسلوتسکي» وویل چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ صبر په ختمیدا دی او د اوکراین د ولسمشر ولودیمیر زلنسکي د حکومت د نسکوریدا لپاره اپوټه شمیرنې پیل شوي دي.
اسلوتسکي بیګا په ټیلیګرام اینټرنیټ پاڼه کښې ولیکل د امریکا د ولسمشر ټرامپ صبر په ختمیدا دی او هغه د اوکراین ولسمشر زلنسکي ته څو ورځې فرصت ورکړی دی چې د امریکا د سولې پلان ومني.
اسلوتسکي چې د روسیې د ولسي جرګې دوما د نړیوالې کمیټۍ مشرۍ پرغاړه لري په دې خبرې سره چې د امریکا ولسمشر ترامپ د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زلنسکي څخه غوښتي دي چې د سولې په پلان باندې په ښه ډول غور وکړي په اوکراین کښې د انتخاباتو په ترسره کیدا ټینګار کړی دی زیاته کړه داسې ښکاري چې دا د زلنسکي لپاره اپوټه شمیرنې دي.
د امریکا د ولسمشر ټرامپ حکومت د اوکراین د جنګ د ختمولو لپاره اتویشت ماده ئیز پلان وړاندی کړی چې څلور کلي برخې یعني په اوکراین کښې سوله ، امنیتي تضمینونه ، په اروپا کښې امنیت او له روسیې او اوکراین سره د امریکا راتلونکي اړیکې پکښې شاملې دي.
دغه پلان د اوکراین او د روسیې له چارواکو سره له خبرو وروسته دوه ویشت مادو ته راکم شو.
«فایننشل ټایمز» ورځپاڼې پرون وویل د امریکا ولسمشر ټرامپ د اوکراین ولسمشر زلنسکي ته څو ورځې فرصت ورکړی چې د سولې پلان ته ځواب ورکړي او ټرامپ هیله من دی چې تر کریسمیس اختر پورې د روسیې او د اوکراین ترمینځ د سولې په هکله موافقه وشي.
د اوکراین ولسمشر زلنسکي هم پرون وویل چې زر امریکا ته یو پلان چې بیا کتنه پکښې شوې ده ورسپاري او زیاته یې کړه که چیرې اروپايي هیوادونه او امریکا په اوکراین کښې د انتخاباتو امنیت تضمین کړي نو دې تیار دی چې په راتلونکو دوو یا دریو میاشتو کښې انتخابات ترسره کړي.