د پخواني ولسمشر جوبایډن سیاستونه به دوباره اجرا نشي
زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ ویلي دي چې ما ته د فساد نظام د ختمولو لپاره زیاتې رایې راکړل شوي دي او د پخواني ولسمشر جوبایډن سیاستونه به دوباره اجرا نشي.
د امریکا ولسمشر ټرامپ چې تل دروغ وايي او لاپي وهي وویل ما چې په یوه کال کښې څه ترلاسه کړي دي هغه هیڅ چا نه دي ملاو شوي او مونږ اته جنګونه بند کړي دي .
ټرامپ په داسې حال کښې د اتو جنګونو د بندولو دروغجنه ادعا کوي چې هغه د وینزویلا او د ایران په شمول په ډیرو خپلواکه او ازادو هیوادونو باندې بریدونه کړي او سخت بایکاټونه یې ورباندې لګولي هم دي.
هغه وویل امریکا ته د قانون د جوړونکي بلکې د نوي ولسمشر ضرورت و.
د امریکا ولسمشر ټرامپ وویل امریکا له تر ټولو بدې څخه تر ټولو ښه شوه او په هیواد کښې مو د شیانو په بیو کښې ډیر کمی راوستلی دی او زما د حکومت په وخت کښې د خلکو معاشونه زیات شوي دي.
د امریکا ولسمشر ټرامپ خپل ملت ته په وینا کښې وویل یو کال مخکې امریکا مړه وه او د ناکامۍ په درشل کښې وه مونږ د میلیارډونو ډالرو پانګونه مکمنه کړه او په مالیاتو کښې د کمي نتیجې به راتلونکي کال ښکاره شي.