امریکا اکواډور هیواد ته خپل پوځیان واستول
Dec 18, 2025 14:26 Asia/Kabul
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا او د وینزویلا ترمینځ د تاوتریخوالو د زیاتیدا او دغه راز اکواډور هیواد ته د امریکا د پوځیانو د استولو د اعلان په اوج کښې د کاراکاس حکومت د ملګروملتونو د امنیت شورا د غړیو د غونډې د ترسره کولو غوښتنه وکړه.
امریکا د هغه څه لپاره چې له نشه ئیزو موادو سره مبارزه یې وبلله په اکواډور هیواد کښې د هوايي ځواک د کارکونکو د موقته دیره کیدا خبر ورکړ.
د دغو پوځیانو دیره کیدل د امریکا او د وینزویلا ترمینځ د تاوتریخوالو د زیاتیدا په وخت کښې دي دا په داسې حال کښې دي چې امریکا د وینزویلا ولسمشر «نیکولس مادورو» د نشه ئیزو موادو په قاچاق تورن کړی دی.
ټیګونه