له ګواښ او دیکته پرته خبرو اترو ته چمتو یوو
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي وویل:مونږ خبرو اترو ته تیار یوو په دې شرط چې خبرې له ګواښ او دیکته کولو پرته وي.
هغه له الجزیرې ټيلي ويژن سره په مرکه کښې زیاته کړه په ایران کښې له وروستیو بلواو مخکې او وروسته د مینځني ختیځ په چارو کښې د امریکا له ځانګړي استازي اسټیو ویټکاف سره تماس ټینګ شوی او دغه تماس اوس هم دوام لري.
د ایران د باندنیو چارو وزیر عباس عراقچي په دې خبرې سره چې یوشمیر نظرونه مطرح شوي او مونږ په هغوې باندې د غور کولو په حال کښې یوو زیاته کړه د امریکا لخوا د مطرح شویو ایډیاګانو او د هغو ګواښونو ترمینځ چې زمونږ د هیواد پرضد مطرح کیږي نتیجې ته د رسیدا امکان نشته.
هغه دغه راز دې ته په اشارې سره چې مونږ د اټومي خبرو لپاره تیار یوو په دې شرط چې خبرې له ګواښ او دیکته کولو پرته وي وویل خو زه فکر نه کوم چې امریکا منصفانه او عادلانه خبرو اترو ته تیاره وي او هغه وخت چې دغه موضوع برابره شي په هغې باندې جدیت سره غور کوو.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په دوام کښې وویل داسې کسان شته چې د صهیونیسټ رژيم د ګټو د تحقق په لړ کښې له ایران سره جنګ ته د امریکا د کاږلو کوشش کوي وویل اسرائیل او امریکا کوشش کوي هغه څه چې په جنګ کښې یې لاس ته رانه وړه د بلواو په وسیله لاس ته راوړي.
عباس عراقچي دغه راز په دې خبرې باندې ټینګار سره چې زمونږ پوځي چمتووالی د هغه څه په پرتله چې په دولس ورځني جنګ کښې مو درلود ډیر پراخ او زیات دی ډاګینه کړه که چیرې امریکا وغواړي پوځي لاره چې مخکې یې ازمویلې ده دوباره وزامويي نو مونږ هم تیار یوو.
د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي په پاې کښې وویل ترهګرو ډلو ته چې له خارج او په تیره بیا د صهیونیسټ رژيم لخوا یې ملاتړ کیږي د فعالیت اجازه نه ورکوو.
د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي دغه راز پرون په تهران کښې دیره د خارجي هیوادونو له سفیرانو او استازیو سره په غونډه کښې د ایران د وروستیو بدلونونو په بیانولو سره وویل مونږ د جنګ غوښتونکي نه یوو خو د جنګ لپاره تیار یوو او حتی له دولس ورځني جنګ څخه زیات چمتو یوو.
د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي وویل د جنګ لپاره تر ټولو ښه روده د جنګ لپاره تیارۍ ده چې دښمانان له ناوړه محاسبې سره مخامخ نشي.
بل خبر دا چې د ایران د خارجه وزارت ویاند اسماعیل بقايي د ایران د کورنیو موضوګانو په هکله د امریکا د ولسمشر ټرامپ له ځانګړي استازي اسټیو ویټکاف سره د خارجه وزیر عباس عراقچي د خبرو اترو په هکله د امریکا د ځینو رسنیو ادعا دروغ وبلله.
د ویلو ده چې په تیرو څو ساعتونو کښې د امریکا ځینو رسنیو ادعا وکړه چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي اسټیو ویټکاف پرون د اعتراض کونکو په ملاتړ کښې د ایران پرضد له پوځي ځواک څخه د استفادې په هکله د ولسمشر ټرامپ د ګواښ په هکله له یوبل سره خبرې کړي دي.