په نړۍ کښې د هیوادونو د ګواښلو ټغر باید ټول شي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د شانګهايي ملګرتیا موسسې په یوې خبر پاڼه کښې د ایران د اسلامي جمهوریت په کورنیو چارو کښې له هر ډول لاسوهنې او په نړیوالو اړیکو کښې له زور او یا د زور له ګواښ څخه له استفادې کولو سره خپل مخالفت اعلان کړ.
د شانګهايي ملګرتیا موسسې په ایران کښې د وروستیو غمجنو پیښو په رامینځته کیدا چې د پولیسو او د ملکي وګړو د وژل کیدا او د بیخ بنایانو د تباه کیدا سبب شوي دي خپله ژوره اندیښنه څرګنده کړه.
په دغه بیانیې کښې ویل شوي دي د شانګهايي ملګرتیا موسسه د ایران د اسلامي جمهوریت خلکو او حکومت ته خپل تر ټولو ژور تسلیت وايي.
د شانګهايي ملګرتیا موسسې په خپلې بیانیې کښې وویل یواړخیزه بندیزونو د ایران په اقتصادي ثبات باندې د پام وړ منفي اغیز کړی او دغه بایکاټونه د ژوند د شرایطو د خرابیدا سبب شوي او په ښکاره ډول یې د هیواد د ټولنیزې او د اقتصادي پراختیا د تضمین لپاره د اقداماتو د اجرا لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت د حکومت توان محدود کړی دی.
په دغه بیانیې کښې ټینګار شوی دی د شانګهايي ملګرتیا موسسه د ایران د اسلامي جمهوریت په کورنیو چارو کښې له لاسوهنې سره مخالفه ده.