د ایران په وړاندې ډيپلوماټیکې حل لارې ته هیله من یوو
https://parstoday.ir/ps/news/event-i169642-د_ایران_په_وړاندې_ډيپلوماټیکې_حل_لارې_ته_هیله_من_یوو
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د مینځني ختیځ په چارو کښې د امریکا د ولسمشر ټرامپ ځانګړي استازي «اسټیو ویټکاف» د ایران پرضد د احتمالي پوځي اقدام په هکله هیله څرګنده کړه چې واشنګټن له ایران سره یوې ډيپلوماټیکې حل لارې ته ورسیږي.
(last modified 2026-01-16T20:46:23+00:00 )
Jan 17, 2026 01:12 Asia/Kabul
  • د ایران په وړاندې ډيپلوماټیکې حل لارې ته هیله من یوو

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د مینځني ختیځ په چارو کښې د امریکا د ولسمشر ټرامپ ځانګړي استازي «اسټیو ویټکاف» د ایران پرضد د احتمالي پوځي اقدام په هکله هیله څرګنده کړه چې واشنګټن له ایران سره یوې ډيپلوماټیکې حل لارې ته ورسیږي.

د ټرامپ ځانګړي استازي په «فلوریډا» ایالت کښې د اسرائیلي او امریکايي شورا په کانفرنس کښې زیاته کړه چې د ولسمشر ترامپ حکومت په پوځي حل لارې باندې ډيپلوماټیکې حل لارې ته ترجیح ورکوي.

اسټیو ویټکاف یوځل بیا له ایران سره موافقې ته د رسیدا لپاره د ولسمشر ټرامپ د حکومت ادعاګانې مطرح کړې کومې چې په ځلونو د تهران لخوا رد شوي دي او ویې ویل په یوې ډيپلوماټیکې موافقې کښې څلور موضوعګانې شاملې دي د اټومي سونګو د پخولو بندول، د توغندیو د شمیر کمول ، د اټومي موادو کمول او د نورو په استازي توب د ځواکونو کمول.

د اسټیو ویټکاف دغه دغه څرګندونې په داسې حال کښې دي چې د امریکا ولسمشر ټرامپ او نورو چارواکو په وروستیو ورځو کښې له اسرائیلو او د هغه له عواملو سره غږمله هڅه وکړه په لمسونکو څرګندونو سره په ایران کښې د خلکو اعتراضونه زیات کړي او ناکراریانې د تاوتریخوالي په لور بوځي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د چارواکو په وینا د روان میلادي کال د جنورۍ د میاشتې په اتمه او لسمه نیټه د ایران خلک او حکومت په ټول هیواد کښې د داعش ډلې په طرز له ترهګرو بریدونو او سرزورو تاوتریخوالو سره مخامخ شول او سوله ئیز اعتراضونه چې د تیر میلادي کال د دسمبر  د میاشتې له اتویشتمې نیټې څخه په اقتصادي غوښتنو سره پیل شوي وو د منظمو او وسله والو ډلو لخوا منحرف کړې شول او په تاوتریخجنو بلواو بدل شول.

د امریکا ولسمشر ټرامپ په ځلونو د دباو د رامینځته کولو او د حکومت د نسکورولو په هدف سره ایران ته د پوځي لاسوهنې ګواښ وکړ خو د ایران په ښارونو کښې د ارامښت له ټینګیدا او په امریکا کښې د خپلو سلاکارانو او د نړیوالو او د سیمه ئیزو متحدانو له خبرداریو وروسته د اسرائیلو او د امریکا لپاره د جنګ د احتمالي پایلو او خپلو هدفونو ته د نه رسیدا په وجه یې له ګواښونو شاتګ وکړ او د ټرامپ دغه شاتګ د مخالفانو او د سرزورو کسانو غصه راپارولې ده.