د امریکا زرګونو خلکو د ټرامپ د مهاجرتي سیاستونو پرضد مظاهرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/event-i169816-د_امریکا_زرګونو_خلکو_د_ټرامپ_د_مهاجرتي_سیاستونو_پرضد_مظاهرې_وکړې
ایرنا خبري اژانس راپور ورکړ د امریکا په زرګونو کارګرانو او محصیلینو په بیلابیلو ښارونو او پوهنتونونو کښې د ولسمشر ټرامپ د مهاجرت په سیاستونو باندې اعتراض کښې مظاهرې وکړې.
(last modified 2026-01-21T08:33:57+00:00 )
Jan 21, 2026 12:59 Asia/Kabul
  • د امریکا زرګونو خلکو د ټرامپ د مهاجرتي سیاستونو پرضد مظاهرې وکړې

ایرنا خبري اژانس راپور ورکړ د امریکا په زرګونو کارګرانو او محصیلینو په بیلابیلو ښارونو او پوهنتونونو کښې د ولسمشر ټرامپ د مهاجرت په سیاستونو باندې اعتراض کښې مظاهرې وکړې.

د امریکا د ولسمشر ټرامپ د ولسمشرۍ د دوهم پړاو د لومړي کلیزې په مناسبت زرګونو کارګرانو او محصیلینو د دغه هیواد په بیلابیلو ښارو کښې د حکومت د مهاجرتي سیاستونو پرضد مظاهرې وکړې.

دغه مظاهرې له دې وروسته وشوې چې د امریکا فیډرال مامورانو په مینیا پولیس سیمه کښې یوه(۱) اوه دیرش کلنه ښاریزه له ګاډي څخه راوویستله او هغه یې په ډزو وویشتله.

د واشنګټن ، د اشویل او د نارت کارولینا په شان کوچنیو ښارونو کښې هم سلګونو اعتراض کونکي راټول شول او فاشیسټه امریکا نه په شان شعارونه یې ورکړل.

د امریکا د حکومت مهاجرتي ادارې وویل چې د حکومت د قوانینو په استناد د میلیونونو غیر قانوني مهاجرینو د ایستلو اجازه لري.

د امریکا اکثره خلک د مهاجرت د ادارې او د نورو فیډرال ادارو د افسرانو لخوا د زور له کارولو سره مخالف دي.