له ټرامپ سره جګړه مه کوئ هر څه به له لاسه ورکړئ
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایټالیا لومړۍ وزیرې «جورجیا میلوني» د اروپايي هیوادونو مشرانو ته سپارښتنه وکړه چې د امریکا ولسمشر ټرامپ لیونی او د نه اټکل وړ مه نوموي او له هغه سره شخړه ونکړي ځکه چې اروپا به هر څه له لاسه ورکړي.
«پولیټیکو مجلې» د څلورو سرچینو په قول چې نومونه یې نه دي خپاره شوي ولیکل د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا میلوني د اروپا مشرانو ته وویل چې د امریکا له ولسمشر ټرامپ سره جګړه کول ښه فکر نه دی ځکه چې اروپا به له امریکا سره په جګړه کښې هر څه له لاسه ورکړي.
هغې وړمه ورځ په بروکسل کښې د اروپايي هیوادونو د مشرانو په غونډې کښې له اروپايي هم څنګانو وغوښتل چې خپل ارامښت وساتي او د امریکا ولسمشر ټرامپ ته لیونی او د نه اټکل وړ سړی مه وايي.
د اروپايي هیوادونو مشران چې تل د اسیا او د افریقا او د لاتیني امریکا په هیوادونو کښې غیر قانوني او بې ځایونه لاسوهنې کوي ډیر بزدل دي او له امریکا څخه سخت ډریږي هم.